لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو د څار ادارې او افغانستان بېنک د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو مخالفت کړی


واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امریکې پر تازه پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي طالبان ظالمان، بې رحمه او د ښځو خلاف دي خو وایي ولې د دوی سزا نورو افغانانو ته ورکړل شي. د افغانستان بېنک هم د صدر بایډن پرېکړه له انصافه لرې بللې او وایي دا شتمني د افغانستان د خلکو ده.

د امریکې ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پرېکړه وکړه چې د افغانستان اووه اربه ډالر به ازادوي او له هغوی څخه به درې نیم اربه ډالر له افغان ولس سره د مرستې لپاره لېږل کېږي او درې نیم اربه ډالر به تر هغه وخته په امریکا کې پاته وي چې د یوولسم ستمبر د قربانیانو کورنیو ته یې د معاوضې په توګه د ورکولو د دعوې پرېکړه نه وې شوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پخپل یو بیان کې ویلي چې د صدر بایډن د فرمان په عملي کېدو سره به په افغانستان کې زیاتې ستونځې جوړې شي او وایي دا پیسې به په دې هیواد کې د بشري بحران په هوارېدو کې مرسته ونه کړي.

دغه تنظیم ویلي چې د افغانستان شتمني پر منځ وېشل به د دې اقتصاد نور له بحران سره مخ کړي او ټینګار یې کړی چې دغه اووه اربه ډالر د افغانانو شتمني ده. په بیان کې راغلي:

"د افغانستان د اوسني بشري بحران د ختمېدو لپاره د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو مسلسل هڅې روانې دي چې امریکا او نړیوال بېنک وهڅوي چې اقتصادي بندیزونه کم کړي او د دې هېواد اقتصاد پر پښو ودرېږي ځکه چې له تباهۍ سره مخ دی."

د بشري حقونو د څار سازمان وایي د افغانستان پر بېنکي نظام اوسني بندیزونه به د دې هېواد خلک له کاختۍ او لوږې سره مخ کړي. وایي طالبان که ظالمان،‌ بې ‌رحمه او د ښځو خلاف دي، خو د دوی سزا باید افغانانو ته ور نه کړل شي.

دغه سازمان د مرسته کوونکو ادارو د معلوماتو له مخې ویلي په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناروغي زیاته شوې او همدارنګه 90 فیصده خلک یې د خوراک د نشتوالي له ستونځو څخه کړیږي.

د افغانستان بېنک په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر جوبایډن پرېکړه له انصافه لرې او د نه منلو وړ بللې ده. وايي د امریکې د ولسمشر دا پرېکړه به هیڅکله ونه مني چې د افغانستان شتمني د بشري مرستو او یا هم د معاوضې په توګه ورکړل شي. د افغانستان بېنک ویاند محمد صابر مومند وایي:

"د اسعاري زېرمو اصلي خاوندان د افغانستان ولس دی. دا زېرمې په تېر او اوس‌ مهال کې په حکومتونو، ګوندونو او ډلو پورې تړاو نه ‌لري او د هغوی د غوښتنو او پرېکړو پر بنسټ کارول شوي نه ‌دي."

د افغانستان بېنک پخپله خبرپاڼه کې له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي او د افغانستان بېنک ټولې زېرمې ازادې کړي او افغان ولس ته یې وسپاري.

خو د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ بیا ویلي چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنې څخه د درې نیم ارب ډالرو د ازادولو په اړه د ولسمشر جو بایډن فرمان د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو هڅو ده. ټامس ویسټ پر ټویټر لیکلي چې د افغانستان بحران نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن هم په یو ټویټ کې ویلي، چې د ولسمشر جوبایډن فرمان د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره لاسلیک شوی او وایي امریکا د افغانانو ملګرې ده.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکو هم د امریکې د ولسمشر د پرېکړې کلک مخالفت کړی او وايي د یوولسم ستمبر د پېښې تاوان باید د بېوزلو افغانانو پر ځای د ترهګرۍ له ملاتړو هېوادونو واخیستل شي.

د افغانستان لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو، افغانو نجونو او ښځو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري هم له دې پرېکړې وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "نن د افغانانو لپاره بده ورځ وه".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG