لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګرو ملتونو په کابل کې د څلورو بندي افغانو ښځو د خوشي کېدو هرکلی کړی


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو ادارو تر مسلسل ټینګار وروسته په کابل کې بې درکه شوې څلور افغانې ښځینه فعالې پرون د خالي- شنبې په ورځ خوشي کړل شوې او خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

طالبانو چې د دغو ښځو له نیولو او په بند کې ساتلو څخه یې انکار کاوه، تر اوسه د دوی د خوشي کېدو په اړه څه رسمي‌ غبرګون نه دی څرګند کړی.

د دغو ښځو کورنیو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د دوی د خوشي کېدو هرکلی کړی او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي:

"ملګري ملتونه د هغو ډاډمنو رپوټونو هرکلی کوي چې وایي څلور «بې درکه شوې» افغانې ښځې- چې ځینې له څو اوونیو ورکې وې- کورونو ته ستنې شوې دي، د دوی روغتیا او خوندیتوب ډېر زیات مهم دی".

یوناما پخپل ټویټ کې ویلي چې د ټولو افغانانو د حقونو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

یوې افغانې خبریالې او د بشري حقونو فعالې فوزیې وحدت اي ایف اي خبري ایجنسۍ ته ویلي "د طالبانو حکومت چې کومې مدني فعالانې نیولې وې هغه خوشې شوې دي او خپلو کورونو ته ستنې شوې دي".

دغو خوشي شویو افغانو ښځینه فعالانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي چې دوی د چا په بند کې وې او څه ډول چلند ورسره شوی، خو په دوی کې د پروانې ابراهیم خېل د کورنۍ یوې سرچینې ازادي رېډیو ته ویلي:

"پروانه ابراهیم خېل او کورنۍ یې له طالبانو سره ژمنه کړې ده چې تر یو څه وخت دې له رسنیو سره خبرې نه کوي".

تمنا زریاب پرواني‌ او پروانه ابراهیم خېل د جنورۍ پر 19مه په کابل کې د شپې مهال له خپلو کورونو په مرموز ډول تښتول شوې وې. دوی تر ورکېدو څو ورځې مخکې د ښځو په اړه د طالبانو د ځینو پرېکړه په خلاف مظاهره کې ګډون کړی وو.

خو نورې دوې افغانې فعالې زهرا محمد او مرسل عیار په روانه میاشت کې نیول شوې وې. د مرسل عیار کورنۍ وایي د فرورۍ پر دویمه یې د کابل په کارته پروان کې وسلوال طالبان کور ته ورغلي وو او هغه یې په زور له ځانه سره بېولې وه، همدارنګه د زهرا محمدي په اړه رپوټونه وایي چې له همدې کارته پروان سیمې د فرورۍ پر درېیمه له خپل دفتر څخه تښتول شوې وه.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د اګست پر پینځلسمه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانو ښځینه فعالانو د خپلو حقونو لپاره په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې پرله پسې احتجاجي مظاهرې وکړې.

طالبانو نه یواځې د خپلو وسلوالو ساتونکو په وسیله د ښځو د دا ډول احتجاجونو عملي مخه ونیوله، بلکې د احتجاجونو لپاره یې د مخکې له مخکې اجازې اخیستلو شرط اعلان کړ او تور یې پورې کړ چې دا ډول احتجاجونه «د بهرنیانو په لمسون» کېږي.

XS
SM
MD
LG