لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا جوبايډن کولی شي د افغانستان کنګل شوې پيسې په امريکانو او افغانانو کې ووېشي؟


واشنګټن - د امريکا د ولسمشر جوبايډن دا امر د نيوکو سره مخ دی چې په امريکا کې د افغانستان کنګل کړل شوې نزدې اووه بيلنه ډالر په دوو برخو کې وويشي چې په افغانستان کې د بشري مرستو او په امريکا کې د 9/11 په ترهګرو پېښو کې د وژل شوو امريکايانو کورنيو ته د تاوان په توګه ورکړل شي.

د افغانستان نزدې لس بيلينه ډالر هغه وخت په امريکا کې کنګل کړل شوې کله چې تېر کال په اګست کې د اشرف غني حکومت سقوط وکړ او طالبان په زور واک ته ورسېدل.

که هر څو هم د جو بايډن پرېکړې ته څېړنکار د دوه عدالتي ججانو لخوا په جو بايډن د داسې کولو فشار بولي خو انګېرل کيږي د بايډن حکومت به د فيصلې په عملي کولو کې د امريکا د کانګرس او په خاصه توګه د ريپبلکن ګوند د غړو د مخالفت سره مخ شي.

د پرېکړې په حقله د وي او اې ډيوه همکارې منزه شهيد د امريکا د نيو هيون پوهنتون د نړيوالو چارو کارپوه ميتيو شمېت نه وپوښتل نو هغه وايي:

“بايډن خو دا پيسې په دوه برخو وېشلي خو عملي کولی يې نه شي ځکه چې په ضد يې په عدالت کې مقدمه روانه ده. د عدالت دوو ججانو په ولسمشر بايډن زور راوړی چې دغه کنګل شوې پيسې دې د 9/11 قربانيانو په کورنو کې ووېشلی شي”.

څېړونکي: صدر بایډن د افغانستان د کنګل پیسو د وېشلو فیصله د عدالتي دباو لاندې کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:54 0:00

د يوې بلې څېړنيزې ادارې ووډرو وېلسن سنټر د سيمې د چارو کارپوه مايکل کوګلمېن ډيوه ته وويل په دې پرېکړه به نيوکې کيږي. کوګلمېن وایي‌ افغانانو او څېړنکارانو سره ده پرې نيوکې پيل کړي:

“په يوه حقله خو دا ښه خبره ده چې نزدې څلور بيلينه ډالر افغانستان ته د بشري مرستو د پاره ورکړي خو بلخوا به درې نيم اربه ډالر د افغانانو نه وشوکولی شي چې د انديښنې وړ خبره ده”.

کوګل مين وايي “دا پيسې نه د تېر افغان حکومت دي نه د طالبانو دي بلکې دا د افغان ولس پانګه ده. د 9/11 د کورنيو سره مرسته پکار ده خو د افغان ولس په پيسو نه”.

د بايډن پرېکړې په اړه ميتيو شمېټ وايي “خبره دا ده چې وايټ هاوس په افغانستان کې د خپلې کړې تېروتنې د سمولو هڅې کوي او غواړي په افغانستان کې بشري مرستې وکړي خو بلخوا د 9/11 د قربانيانو د خپلوانو لخوا د روانې عدالتي مقدمې هوارول هم غواړي او ګڼي چې په داسې کولو به د دواړو سره مرستې وکړی شي”.

په دوحه قطر کې د طالبانو وياند محمد نعيم پرېکړې ته په غبرګون کې په خپل ټوېټر پاڼه ليکلي “د افغانستان اثاثې غلا کول د امريکا د حکومت او ولس د ټولو پرېوتی انساني او اخلاقي عمل دی. خو د امريکا د ټولو لويه ماتې دا ده چې د پوځي ماتې سره سره اوس اخلاقي ماتې هم خوري”.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم هم د بايډن پرېکړې ته په غبرګون کې ويلي امريکا دې د افغانستان کنګل کړل شوې پيسې بيرته ورکړي ځکه هغلته د بشري مرستو او اقتصادي حالاتو د سمولو د پاره يې ولس ته ضرورت دی. هغه وايي:

“د مالي نظام په اړه ګړ بړ شته ځکه څنګه يو هېواد کولی شي د بل هېواد اثاثې وتړي او لا يې د خپل ملک هغې خلکو ته ورکړي چې د معاوضې دعوې يې هم د تپوس لاندې وي؟“.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG