لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م: په افغانستان کې لوږه ښايي تر جګړې زیات خلک ووژني


واشنګټن – په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو د قبضې راهیسې د شپږو میاشتو له پوره کېدو سره بشري مرسته کونکي ویره څرګندوي چې زیاتېدونکې ولږې د تېرې شل کلنې جګړې څخه زیات افغانان وژلی شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو تنظیمونکي رامېز الاکبروف له کابل څخه امریکا غږ ته وویل، "خلک خپل د بدن غړي پلوري. خلک خپل ماشومان خرڅوي. له دوی نه لاره ورکه ده. دوی وږي دي او حالت ډېر زیات خراب دی."

له دریو څخه دوه برخې خلک چې کابو ۲۳ میلیونه کېږي بشري مرستو ته اړتیا لري. دا له یو کال مخکې څخه ۳۰ فیصده زیات دي.

او د دوی اړتیاوې بیړنۍ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، نهه میلیونه افغانان له قحطۍ څخه یواځې یو قدم شاته دي

د خوړو د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او سیمیزې مشرې انیتا وېب له کابل څخه امریکا غږ ته وویل، "دا ډېر غیر معمول دی چې په کوم سرعت او درجې سره په دغه هېواد کې د هر کس ژوند اغېزمن شوی."

د دغه هېواد اقتصاد د سقوط په حال کې دی. په بیلینونو بهرنۍ مرستې چې ملي بودېجه ترې جوړېدله د طالبانو له واک اخېستلو سره درېدلي.

افغانان د کلونو جګړو، ناخوالو، وچکالۍ او کورونا له امله لا له مخکې څخه هم اغیزمن شوي دي.

وېب وویل، "نو ځکه دا د یو ناورین په سر بل ناورین دی."

هغې دا هم وویل، چې سخته ولږه اوس یواځې لېرې پرتو سیمو پورې محدوده نه ده.‌

هغې وویل، "په افغانستان کې د ولږې نوې بڼه دا ده چې په ښار کې ده او په لوستو کسانو کې ده."

ډېرو خلکو په تېرو شپږو میاشتو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هغو خلکو فیصدي چې خوراکي توکو ته اړتیا لري ۹۳ فیصدو ته رسېدلې.

د ژغورنې نړیواله اداره یا آی ار سي ویلي، چې ۹۷ فیصده خلک به د روان کال تر نیمايي پورې د غریبۍ له کرښې ښکته ژوند کوي.

وروسته له هاغې چې طالبانو تېر کال د اګسټ په ۱۵ نېټه باندې واک ترلاسه کړی، د بشري مرستو کارکونکي‌ وېره لري چې دوی ته به اجازه ور نه کړل شي چې په دغه هېواد کې کار وکړی.

طالبانو ویلي چې دوی د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري او د بشري مرستو کارکونکو ته یې د کار کولو اجازه ورکړې.‌

مرستندویه ډلو ویلي،‌ چې په هېواد کې د جګړې له پای ته رسېدو سره د هېواد ځینو برخو ته لاس رسی اسان شوی دی.‌

د ناروې د کډوالو د ادارې عمومي منشي جان ایګلېنډ وايي، "مونږ داسې ځایونو ته لاس رسی لرو چې مخکې ورته نشو تلی ځکه تل به هلته جګړې او ورسره محدودیتونه وو."

ملګروملتونو هم په تېرو شپږو میاشتو کې خپلې مرستې زیاتې کړې دي. په ۲۰۲۱ کال کې یې ۱۹.۶ میلیونه کسانو ته مرستې رسولي او د اګسټ له ۱۵ راهیسې یې کابو اته میلیونه کسانو ته خوراکي‌ توکي‌ او طبي مرستې رسولې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG