لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس وایي پوځ د یوکرېن له پولو باسي، نېټو او یوکرېن وایي داسې نخښې نه ویني


د نېټو اتحاد مشر ین سټولټنبرګ

واشنګټن ــــ د نېټو دفاع وزیرانو نن په یوه غونډه کې ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې وایي روس اوس هم په یوکرېن کې دننه او شاوخوا او همدارنګه په بېلاروس کې په بې پروایۍ او بې جوازه زیات شمېر پوځیان ساتلي دي. خو روس نن بیا په تکرار سره ویلي چې خپل ځینې پوځیان یې د یوکرېن له پولې ایستلي دي.

د یوکرېن پر سر د شخړې په ترڅ کې روس په تکرار سره ویلي چې د کرېیمیا په ګډون د یوکرېن له پولې یې خپل ځینې پوځیان بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي خو امریکا او نېټو لا هم ډاډمنه نه ده او وایي روس خپل پوځیان لا هم هلته ساتلي دي.

د نېټو د دفاع وزیرانو د شورو- چارشنبې په ورځ د بلجیم په مرکز برسلز کې د یوکرېن په اړه ځانګړې غونډه وکړه، چې پکې یې پر ماسکو ټینګار وکړ، د سفارتکارۍ لاره دې خپله کړي او د خپلو نړیوالو ذمه واریو او ژمنو په تر سره کولو دې خپل پوځ د یوکرېن له پولې وباسي.

نېټو پخپله خبرپاڼه کې ویلي، له روس سره دوه اړخیزې لارې ته ژمن دي، وایي د مخنیوي او دفاع لاره او ورسره د خبرو پرانیستې لاره. نېټو وایي د روس اقداماتو د یورپ- ایټلانټیک هېوادونو ته شدید خطر پېښ کړی دی.

د نېټو اتحاد مشر ین سټولټنبرګ د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې په خبري غونډه کې وویل، نېټو روس ته خطر نه ده او وایي خبرو ته تیار دي چې د سفارتکارۍ له لارې شخړه حل کړي:

"موږ د یورپ د امنیت لپاره له خطرناکو شېبو سره مخ یو، روس د یوکرېن پر پولو بریدګر پوځ ساتلی دی، خو ورسره د ماسکو د سفارتکارۍ اشارې هم شته دا د امید خبره ده، مګر موږ تر اوسه داسې څه نخښې نه دي لیدلې چې [روس] دې پوځ ایستلی وي".

د روس د دفاع وزارت پرون یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ليدل کېږي ټېنکونه او جنګي ګاډي یې د کريميا له ټاپو وزمه سیمې څخه د وتلو په حال کې دي. کريميا روس په 2014م کال کې له یوکراينه نيولې وه.

د یوکرېن صدر ولاودیمیر زلانسکي هم له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، هیڅ داسې ثبوت یې نه دی لیدلی چې روس دې د یوکرېن له پولو خپل پوځونه ایستلي وي.

بل لور په لسګونو امریکایي ځواکونه د شورو- چارشنبې په ورځ د یوکرېن پولې ته نیژدې د پولېنډ په یو هوایي میدان کې کښته شوي دي. دا ځواکونه له روس سره د کړکېچ د زیاتېدو په نتیجه کې په ختیځ یورپ کې د نېټو تړون د ملاتړ لپاره د لېږل کېدونکو امریکایي ځواکونو یوه برخه ده.

خو روس یو ځل بیا د نېټو او امریکې دعوې رد کړې ده چې ګوندې په دې اوونۍ به په یوکرېن برید وکړي او وایي ماسکو په یوکرېن کې د دا ډول عملیاتو هیڅ پلان نه لري.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوو د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د مذاکراتو په حق کې دی او وایي د صدر جوبایډن خبره یې مثبته ګڼلې ده چې د یوکرېن کړکېچ په خبرو حل کړي.

نېټو وایي د خپلو بنیادي اصولو پابنده ده چې هغه د یورپ‌ امنیت ساتل دي او وایي د اتحاد هر غړی هېواد یې حق لري چې خپل امنیتي بندوبست وکړي. نېټو یو ځل بیا د یوکرېن د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا ملاتړ اعلان کړی او وایي پر دې هېواد د روس هر ډول یرغل به سترې نتیجې ولري.

XS
SM
MD
LG