لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په زابل کې کوهي ته د پرېوتلي ماشوم د ژغولو هڅې روانې دي


واشنګټن - د افغانستان په زابل ولايت کې کوهي/څاه ته د پرېوتلي ماشوم حيدر د ژوند ساتلو او د کوهي نه د راويستلو چارې روانې دي خو د رارسېدلو معلوماتو تر مخه لا ژغورل شوی نه دی.

د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزير ملا يعقوب د پېښې ځای ته رسېدلی او د روان کار جاج يې اخیستی خو ځينې سرچينې وايي نزدې درې ورځې وشوې چې د ماشوم د ژوندي پاتې کېدو په اړه کوم دقيق معلومات نه لري.

که له يوې خوا د طالبانو حکومت د ماشوم د ژوند ساتلو هڅې کوي خو بلخوا په سوشل ميډيا په طالبانو نيوکې هم روانې دي چې نه خو د هر کار د پاره مسلکي خلک لري، نه شرايط برابرولی شي او بله دا چې دوی خو خپله ډېر ماشومانه په جګړه کې وژلي نو د يو ماشوم ژوند ژغورل به څه معنا ولري؟

طالبان هم د افغانستان پخوانی حکومت، امريکا او د نيوټو ځواکونو بريدونه د عام افغانانو او په خصوصي توګه د ماشومانو د وژنې سوب بولي.

په سوشل ميډيا خواره شوي تصويرونه او ويډيوګانې ښيي د مځکې کنستونکې مشنري په کار لګول شوې چې دغه ژور کوهي ته داسې لار پرانيزي چې کارکوونکي وکولی شي د حيدر ژوند وژغوري.

د معلوماتو تر مخه تر اوسه نه د کوهي د ژوروالي معلومات مخته راغلي او نه د ډاکټرانو د خولې کومه خبره رپورټ شوې چې په دومره ژورتيا کې د اکسيجن د کموت څه اندازه وي او تر څومره وخته پورې د اکسيجن او خوراک څښاک د نشتوالي باوجود انسان ژوندی پاتې کېدلی شي.

دغسې يوه پېښه تېره اوونۍ په مراکش کې هم شوې وه چې يو ماشوم ژور کوهي ته لوېدلی وو خوبيا مړ روايستلی شوی وو.

د حيدر د ژوند ژغورلو په اړه هڅې روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG