لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بایډن: ټولې نخښې ښکاره شوې چې روس به په څو ورځو کې په یوکرېن برید وکړي


واشنګټن ـــ د امريکې صدر جوباېډن د زيارت په ورځ ويلي اوس هغه ټولې نخښې نښانې ښکاره شوې چې روس به په راتلونکو څو ورځو کې په يوکرېن بريد کوي او په شرقي يوکرېن سيمه کې د روس پلوه ياغيانو او يوکرېن تر منځ راپورته شوې جګړه به په يوکرېن د بريد کولو بهانه وي.

د روس د صدارتي ‌ماڼۍ کرېملېن لخوا په سختو ټکو کې ليکل شوي يو خط کې په صدر باېډن نيوکې شوي چې ګنې واشنګټن د دوي امنيتي غوښتنې د پامه غورځولي د دې ترڅنګ ماسکو هم د امريکې د سفارتخانې نه خپل د دويمې کچې کارکونکي ويستلي دي.

د زيارت په سحر وختي د يوکرېن عسکرو او روس پلوه بېلتون غوښتونکو ترمينځه د ډزو تبادلې غربي چارواکي اندېښمن کړي دي چې ګنې روس به دغه پېښه په يوکرېن د بريد کولو د پاره د بهانې په توګه کاروي.

صدر باېډن په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ووېل، " زما زړه دا وايي چې روس به په راتلونکو څو ورځو کې په يوکرېن بريد کوي."

صدر باېډن خارجه وزير اېنتونيو بلنکن ته امر کړی چې زر تر زره خپله د يوکرېن د تللو منصوبه بدله کړي او د يوکرېن په کشاله د ملګرو ملتونو امنيتي شوری غونډې ته وېنا وکړي.

خارجه وزير اېنتونيو بلنکن د امنيتي ‌شورا غونډې ته ووېل، روس په يوکرېن د پوځي يرغل بهانه کتله، خو دا به ډېره بربادي وکړي او داسې هم کېدلی شي چې په راتلونکو څو ورځو کې په روس کې بمي چاودنې، ډرون بريد يا په اولسي کچه څه بله بد پېښه اوشي او روس دغې ته قتلان اوايي او په يوکرېن د بريد بهانه جوړه کړي.

خو روس په يوکرين د بريد بهانو جوړولو تورونه بې بنياده بللي، او روانه اونۍ يې ويلي و چې د يوکرېن پولې ته جمع کړي خپلو يو لاک پوځيانو نه به څه واپس بلي، خو واشنګټن وايي روس خپل عسکر بېرته نه بلي.

د امريکې د دفاع وزير لاېډ اېسټن د ناټو په مرکز برسلز ويلي روس په اصل کې نور پوځ او جنګي سازو سامان د يو کرېن پولې ته راغونډوي.

"مونږه وينو چې روس دغلته نور جنګي جازونه الوزولي او تر دې چې د جګړې په وخت د ژوبل زخميانو د پاره يې د وېنې بندوبست هم کړی دی."

خو د روس د دفاع وزارت لخوا جاري شوي ويډيو کې ليدل کېږي چې د روس ځينې ګاډي د دغه ځايه بيرته روان د ي.

ولې مېکسر ټېکنالوجي چې يوه شخصي کمپني ده او د سيارې نه د دغه ځايي څارنه کوي وايي چې ځينې ګاډي بېرته تللي خو روس دغلته نوره وسله او ګاډي ور وستلي دي.

XS
SM
MD
LG