لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎جون بولټن: امريکا ته د شمالي کوريا په سر چين ته مخامخ کېدل پکار دي


واشنګټن - د وايټ هاوس د ملي امنيت پخواني مشير جون بولټن ويلي د بايډن حکومت له (ته) چين ته ويل پکار دي امريکا د شمالي کوريا د ايټمي پروګرام د ختمولو په حقله خپله ذمه واري پوره کول جدي ده او دا چې د ياد هېواد د ايټمي او ميزايل پروګرام خلاف د امريکا زغم کميږي.

بولټن- چې د تېر ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د امنيت مشير پاتې دی- د وي او ای کوريا څانګې خبريالې ته په يوه مرکه کې وويل “د ډېرو کلونو راهیسې مو چين پرېښی دی چې د شمالي کوريا په حقله خپله ذمه واري پوره کړي”.

هغه د امريکا د چين سره تعلقاتو ته د بيا کتنې په ترڅ کې وويل “تعلقاتو ته د بيا کتنې د تګلارې بنيادي ټکی چين ته د شمالي کوريا په اړه خپله ذمه واري مخ ته کښېښودل پکار دي”.

شمالي کوريا په جنورۍ کې يوولس ميزايل ازمېيلي دي او مياشت يې په يو داسې بيلېسټېک ميزايل ازمېیلو ختمه کړې چې د امريکا د خاورې ګوام په نوم سيمې پورې رسيږي.

واشنګټن هڅې کوي د پيانګیانګ سره بې د کومه شرطه په دې اړه خبرې وکړي خو شمالي کوريا د خبرو نه ډډه کوي.

د ايډورسري اينالېټېکس پروګرام ډايرېکټر کېن ګاوزې وايي د واشنګټن سره يوه لاره دا ده چې د شمالي کوريا د ايټمي وسلو او ميزايلو پروګرام کنګل کړي. هغه وايي:

“ايټمي پروګرام ختمولو ته لا ډېر مزل پاتې دی خو هوښيار کار به دا وي چې هڅه وشي چين ته دا خبره په مېز کښېږدي چې د کنګل کېدو مطلب د ګواښولو، خورولو او ازمېيلو ودرول دي”.

بولټن وايي د شمالي کوريا د ايټمي وسلو خورولو خطره ورځ تر بله زياتيږي او مشوره يې ورکړه د بايډن حکومت بايد دا يقيني کړي چين په خپلو تېرو بيانونو عملي ګامونه پورته کړي چې شمالي کوريا يو ايټمي ملک نه غواړي.

هغه وايي “چين د ديرشو کالو نه لکه د يو بې پروا ډلې ځان نانګاره کړی او وايي دا چې مونږ د شمالي کوريا سره ايټمي وسلې نه غواړو. ښا! که دا جدي وای نو بايد دا ښودل شوی هم وای”.

بولټن وايي “زه فکر کوم دا د نړۍ د پاره مهمه ده چې چين ريښتياوو ته مخ کړو. ايا دا پوره ده چې يواځې ته دا استعداد لرې او تر سره به يې کړې چې په شمالي کوريا کې د نظام چلوونکو خوی بدل کړې؟ او که مونږ يوې نتيجې ته ورسو چې ته په ايټمي وسلو سمبال د يو ايټمي شمالي کوريا سره خوښ يې؟”

چين د شمالي کوريا غټ تجارتي انډيوال دی او په دې تر ډېره تورن شوی دی چې په ملګرو ملتونو کې په کال 2016 کې يې د پيانګیانګ مرسته کړې کله چې د شمالي کوريا خلاف د ايټمي او مېزايلو پروګرام په سر د بندېزونو سره مخ وو.

چين او روس چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مستقيم غړي دي د مودې راهیسې په شمالي کوريا د لګېدلو بندېزونو د لرې کولو غږ کوي او په 20 جنورۍ يې د واشنګټن هغه هڅه وځنډوله چې د شمالي کوريا د څلورم ميزايل په ازمېينه يې د بندیزونو په شکل کې د ملګرو ملتونو غوښتله.

په واشنګټن کې د چين سفارت وياند ليو پېنګيو وي او ای ته وويل “د کوريا جزيرې د مسلې په اړه د چين دريځ روڼ او دومدار دی. مونږ هيله کوو مدعيان به خپلې خپلې اندېښنې په خبرو او مشوره سره ختمې کړي”.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG