لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د برتانیې 95 کلنې ملکې الیزبیت ته کورونا وایرس ور پورې شوی


YE Britain Queen's Jubilee

واشنګټن ــــ د برتانیې شاهي‌ کورنۍ وایي‌ ملکې الیزبیت ته دوې ورځې وړاندې کورونا وایرس ور پورې شوی او لا هم د دې ناروغۍ نرمې نخښې لري‌، خو وایي‌ هغه به لږ و ډېر خپل کارونه ورسره کوي.

د شاهي کورنۍ بکینګم ماڼۍ وایي، ملکه الیزبیت به دوې میاشتې وروسته 96 کلنه شي او وایي د اتوار- یکشنبې په ورځ چې کورونا ټیسټ یې مثبت راغی هغې نرمې نخښې لرلې.

رپوټونه وایي‌ ملکې د تېر 2021م کال په جنورۍ میاشت کې د کورونا لومړی ډوز وېکسین کړی وو او د شاهي کورنۍ په وینا نور ورپسې ډوزونه یې هم بشپړ کړي وو.

د برتانیې په شاهي کورنۍ کې د روغتیایي اندېښنو زیاتېدو او د رسوایۍ ځینو سکېنډلونو د ملکې الیزبیت د ملکې په توګه د 70مې کلیزې د جشن لمانځلو د ځنډېدو ویره هم پیدا کړې ده.

د ملکې الیزبیت مشر زوی او د دې ځایناستي شهزاده چارلس ته هم تېره اوونۍ کورونا ور پورې شوې وه او دې له هغه سره لیدلي وو. تر هغه مخکې د چارلس د مېرمنې کامیلا ټیسټ هم مثبت راغلی وو.

د برتانیې د خلکو لپاره مېرمن الیزبیت د برتانیې دویم نوم دی او د هغې د روغتیا وروستي حالت په دې هېواد کې د باچاهۍ یا سلطنت د مستقبل په اړه پوښتنې را پورته کړې دي.

د ملکې الیزبیت د ژوندلیک لیکوال مېتیو ډېنیسن وایي، ټاکل شوې وه چې سږ کال به دا د هغې د لمانځنې کال وو، خو وایي که هغه پکې خپله ګډون ونه کړي‌ دا به د افسوس وړ وي:

"خو ریښتیا هم تر ټولو بده به دا وي چې کېدای شي ملکه ناروغه وي او له دې کبله له جشن څخه خوند نه واخلي، نو دا په حقیقت کې یو بد خبر دی".

د رایټرز د خبر له مخې دوې اوونۍ مخکې شاهي کورنۍ په رسنیو او ولس کې د ملکې الیزبیت په ستایلو خوشاله وه، چې هغه د نړۍ تر ټولو د اوږدې مودې ملکه پاته شوه.

خو وایي د ملکې الیزبیت پر دویم زوی شهزاده انډریو باندې د جسني تېري تورونو د هغه شاهي کردار زیانمن کړ.

رایټرز وایي‌ د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ اعلان شوی وو چې که څه هم شهزاده انډریو دا تور نه مني چې ګواکې ده څو لسیزې مخکې پر یوه پېغله نجلۍ جنسي تېری کړی وو،‌ خو وایي‌ د دې شخړې د حل لپاره هغه پیسې ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG