لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: تېرو دوو ورځو کې د اوکراین تر 50 زره زیاتو کسانو کورونه پرېښي


UKRAINE-CRISIS/USA-IMMIGRATION
UKRAINE-CRISIS/USA-IMMIGRATION

واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د کډوالو اېجنسۍ خبرداری ورکړی د روس له خوا په اوکراین د بريد وروسته په تېرو دوه ورځو کې د ۵۰ زرو نه زياتو خلکو خپل کورنه پرېښودلي دي.

رپوټونه وایي د اوکرین په مرکز کیو باندې د روسي بریدونو په نتیجه کې لسګونه زره اوکراینیان چې وایي اکثر یې ښځې او ماشومان دي پولېنډ، رومېنیا، هنګري او سلواکیا هېوادونو ته د جمعې په ورځ اوښتي دي.

د اوکراین نه راغلي تازه خبرونه وايي د روس پوځ د يوکرېن پايتخت کېوو لور ته په دې غرض روان دی چې د يوکرېن حکومت ړنګ کړي. د کيوو ترڅنګ د يوکرېن په نورو ښارونو خارخيوو او خېرسون کې هم د جمعې په شپه د بمي چاودنو او بمبارۍ آوازونه اورېدل شوي دي.

يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبريالانو ته ويلي د روس پوځ د يوکرېن په عسکرو د ۲۰۰ نه زيات کروز او بلېسټک ميزايل ويشتلي دي خو وايي دغه اپرېشن دومره آسان نه وو کوم چې د روس د جرنېلانو خيال وو.

امريکايي‌ چارواکي‌ ووېل د روس پوځ د سخت مزاحمت سره مخ دی او په هغه رفتار وړاندې تګ نه شي کولی کوم چې يې په لومړۍ ورځ کوو.

بل خوا د اوکراین صدر دغه افواګانې رد کړي چې ګنې هغه د ملک نه تښتېدلی دی، ښاغلي زېلنسکي په کيو ښار کې يو لاريون ته ووېل هغه او د حکومت نور غړي‌ په خپل ځای دي چې د خپل وطن آزادي خوندي وساتي.

د روس پوځي جرنېل کونشېنکوف دعوه کړې چې د اوکراین د پوځ ۲۰۰ مرکزونه يې تباه کړي او په ګن شمېر کې يې د هغوی جنګي ګاډي، ‌جهازونه او هېلي کاپټر هم تباه کړي ‌دي.

د دې ترڅنګ يې د پايتخت کيو په شمال مشرق کې مهم د هاسټومل اېرپورټ د نيولو دعوې هم کړي دي، خو آزادو سرچينو د روس د دغو دعو تصديق نه دی کړی.

په عېني حال کې د اوکراین خارجه وزير ديميتري کولېبا په ولسي ودانیو د روس د پوځ له خوا د راکټي بريدونو غندنه کړې ده. د کيو ښار ناظم او پخواني د باکسنګ چېمپين ويټالي کلچکو ويلي دغه ښارپه ښه ډول خپله دفاع کوي او د روس پوځ يې په شا تمبولی دی.

خو غربي چارواکي اندېښمن دي چې حالات به ډېر زر بدل شي ځکه چې وایي نزدې دوه لکه روسي پوځ د اوکراین پولو ته نزدې حرکت کوي او هغوی لا په جګړه کې برخه نه ده اخستې.

بل خوا نېټو اېتلاف د جمعې په ورځ د خپلو ملګرو د تحفظ ژمنه تکرار کړه. د نېټو سېکټري جنرل ين سټولټن برګ په برسلز کې د اېتلاف غړو مشرانو ته ووېل:

"مونږه نېټو ځواکونه په ځمکه، سمندر او هوا کې د خپلو ملګرو د حفاظت د پاره چمتو کړي دي او د کومې غلطۍ يا کوتاهۍ امکان به نه مني، ‌بلکې برابر ځواب به ورته ورکوي".

نوموړي دغه خبره په برسلز کې د اېتلاف د غړو سره د آنلان غونډې وروسته کړې ده.

امريکې په اوکراین د پوځي‌ بريد په سر په روس نور بنديزونه لګولي او خپل اووه زره عسکر يې جرمني ته لېږلي چې د نېټو ایتلاف د غړو حفاظت وکړي خو په اوکراین کې يې د نېغ په نېغه مداخلت نه ډډه کړې، صدر باېډن ويلي امريکايي‌ پوځونه به په اوکراین کې د روس خلاف جګړه نه کوي.

په ملګرو ملتونو کې هم د جمعې په ورځ د روس په ضد قرارداد وړاندې شو.

هرڅه که د روس له خوا په اوکراین کې جګړه توده ده خو د روس خارجه وزير سرګي لاوروف ويلي، که اوکراین د جنګ نه لاس په سر شي نو ورسره خبرو ته تيار دي، اوکراین هم وايي که روس د دوی د آزادۍ ضمانت ورکړي نو د سولې خبرې ورسره کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG