تازه خبر

په کابل او سړو سیمو کې د نجونو او هلکانو پوهنتونونه پرانیستل شول

افغانې زده کوونکې کابل پوهنتون ته د ننوتو په حال کې. عکس د فرورۍ د شپږویشتمې. AP
افغانې زده کوونکې کابل پوهنتون ته د ننوتو په حال کې. عکس د فرورۍ د شپږویشتمې. AP

واشنګټن ـــــ د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزارت وايي، په کابل او نورو سړو ولایتونو کې سرکاري پوهنتونونه د شنبې- خالي په ورځ د نجونو او هلکانو لپاره پرانیستل شول خو رپوټونه وایي د زده کوونکو شمېر ډېر کم وو.

په کابل پوهنتون کې نصاب او مضمونونه په خپل ځای ساتل شوي دي خو یواځې د موسیقۍ زدکړه د هلکانو او جینکو دواړو لپاره ختمه کړل شوې ده.

د زده کوونکو په وینا هلکان او جینکۍ د یو بل نه جدا کړل شوي دي او جینکو ته ویل شوي دي چې له حجاب سره به پوهنتون ته ورځي. اې پي خبري اژانس د طالبانو د دریځ معلومولو هڅه کړې خو طالبانو ورته ځواب نه دی ویلی.

د کابل پوهنتون یوه بله زده کوونکې شکریه ججت وایي "په پوهنتون کې ماحول او نصاب ډېر بدل شوي دي. د پوهنتون پر ځای دا مدرسه ښکاري. د تعلیم په ځای جینکو سره د جامو او خوی ډېر غم دی".

د کابل پوهنتون د افغانستان په لویو او مشهورو یونیورسټو کې شمېرل کیږي. دا یونیورسټي هم په هیواد کې د نورو پوهنتونونو په شان د طالبانو د واک ترلاسه کولو سره بنده شوې وه.

طالبانو ویلي وو چې دوی به په جینکو تعلیم نه بندوي خو نړۍ اندېښنه لرله چې طالبان هڅې کوي چې په جینکو تعلیم او روزګار بند کړي او د عادي ژوند نه يې بېخي لرې کړي.

د کابل پوهنتون زده کوونکې جینکۍ وايي د دوی خیال نه وو چې دوی به کله بیا زدکړې وکړل شي. د ګیتا رحیمي او خالده محمدي په رنګ ډېرې جینکۍ د زدکړو په شورو کېدلو ډیرې خوشاله دي. ګیتا وایي:

"زما خیال وو چې مونږ به کله بیا د پوهنتون مخ ونه وینو او پوهنتون خو پریږده، زما خیال وو چې مونږ به له کوره هم چرته ونه ځو، خو اوس چې یونیورسټي خلاصه شوې ده، نو زما ناقراري ختمه شوې ده".

یوه بله زده کوونکې خالده محمدي وایي:

"زه ډیره خوشاله یم چې پوهنتون خلاص شوی دی، ځکه چې د زده کوونکو او په خاصه توګه د جینکو خیال نه وو چې پوهنتون به کله خلاص شي. زه د اسلامي امارت ډېره شکرګزاره یم او هیله کوم چې دوی به زمونږ راتلونکی ښه کړي".‌

د تېر اګست په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د وسلو په زور واک ترلاسه کړی وو او تعلیمي ادارې تړل شوې وې. په افغانستان کې دننه او خارجي ادارو او ملکونو د طالبانو نه غوښتل چې د بنیادي ازادیو تر څنګ جینکو او ښځو ته د تعلیم او کار جاري ساتلو اجازه ورکړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو یو شمېر چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې پرله پسې ویلي وو چې دوی به د جینکو په ګډون هر چاته د تعلیم پوره موقعې ورکوي خو د نیوي په لسیزه کې د طالبانو په وړومبي دور کې دوی د ښځو په تعلیم پابندي لګولې وه ځکه ویرې وې چې دا ځل به هم دغسې تګلاره خپله کړل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ‌ذبیح الله مجاهد اې ایف پي خبري اژانس ته د جنورۍ د میاشتې په 22مه په یوه مرکه کې ویلي وو چې دوی د جینکو د تعلیم لپاره حالات برابروي:

"زه به دا ووایم چې د دوی [نړیوالې ټولنې] له غوښتنو پرته موږ پخپله هم د خپلو خلکو اړتیاوې محسوسوو، موږ مخکې لا د ښځو د کار او تعلیم اړتیا محسوسه کړې ده او موږ په دې باندې کار کوو، دا یوه پروسه ده چې بشپړېدل یې وخت غواړي".

کابل پوهنتون د هیواد په غټو یونیورسټیو کې شامله ده، چې پکې تر 23 زره پورې زده کوونکي درسونه ترلاسه کوي، خو د دې پوهنتون له خلاصېدو سره نن د زده کوونکو شمېر کم وو.

د افغانستان په لغمان، ننګرهار، کندهار، نمروز، فراح او په هلمند کې ځینې سرکاري یونیورسټۍ د دې میاشتې په شورو کې پرانیستل شوې وې.

په افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته نړۍ په افغانستان معاشي بندیزونه ولګول او څومره مالي مرستې چې ورسره کېدلې هغه وځنډول شوې. د ملګرو ملتونو ترمخه د هیواد اقتصادي نظام د منځه لاړلو او لا نور ډېر خلک بې روزګاره شول، چې له امله يې خلک د دویم وخت د ډوډۍ لپاره هم محتاجه شول.

څلرویشت کلنه وحیده بیت وايي دا غواړي زدکړې جاري‌ وساتي خو وایي تعلیم به ورته ګران وي:

"زه ډیره خوشاله شوم چې ماته پته ولګیدله چې سرکاري پوهنتون به خلاصیږي، او اوس به جینکۍ هم اعلی زدکړې وکړي خو د بده مرغه، زه تعلیم نه شم جاري ساتلی، ځکه چې زه د سکول فیس نه شم ورکولی".

د نړیوال بېنک په مرسته د اعلی تعلیم د ترقۍ لپاره د پروګرام ترمخه په کال 2020م کې په عامو يونیورسټیو کې داخله اخیستونکو کې 24 فيصده یعنې اندازاً 21 زره جنکۍ وې، نورې زیاتې جینکۍ بیا په شخصي تعلیمي ادارو کې زدکړې کوي.

اې پي خبري اداره وايي د طالبانو له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي او مېډیا ته هم پوهنتون ته د تللو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د یونیورسټۍ په فیسبوک پاڼه ویل شوي دي چې د خالي- شنبې د ورځې نه به زدکړې پیل کیږي او دا چې کلاسونو کې به د مذهبي او کلتوري اقدارو خیال ساتل کیږي.

د دې میاشتې په شورو کې په فېسبوک پاڼه پوهنتون د آرټ، پبلک آرټس، ادب او یو شمېر نورو زدکړو کې د استاذانو د ضرورت خبر خپور کړی وو.

XS
SM
MD
LG