لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي د یوکرېن په اړه بېړنۍ غونډه کوي

امنیت شورا کې د یوکرین په حواله د جمعې ورځې قرارداد منظورېدل ناکامه شول، اوس به عمومي اسمبله ورباندې بېړنی بحث کوي
امنیت شورا کې د یوکرین په حواله د جمعې ورځې قرارداد منظورېدل ناکامه شول، اوس به عمومي اسمبله ورباندې بېړنی بحث کوي

اېسوشیټډ پرس - د ملګرو ملتونو امنیت شورا فېصله کړې چې د یوکرېن د جنګ په حواله به د ګل/دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې یوه بېړنۍ غونډه جوړیږي چې دې اسمبلې کې ۱۹۳ غړي شامل دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ چې د امنیت شورا ناسته درلوده، په هغه کې یوولسو ملکونو د عمومي اسمبلې د بېړنۍ غونډې د جوړېدو په حق کې رایه ورکړه، روس یې مخالفت وکړ، او چین، هندوستان او متحده عربي اماراتو د ووټ ورکولو پرهېز وکړ.

د جمعې په ورځ هم چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شوې وه، په دې قرارداد باندې چې یوکرېن باندې د روس حملې فوري ختمې شي او روس دې خپل ځواکونه پر شا کړي، روس هغه قرارداد وېټو کړ او قرارداد ناکامه شو. دا ځل د یوکرېن په اړه بحث عمومي اسمبلې ته پېش کیږي. د ۱۹۵۰ کال د یو پخواني قرارداد لاندې، که چېرته امنیت شورا د اختلافونو له سببه اقدام ونشي کړی، نو عمومي اسمبلې سره د بېړنیو جلسو د جوړولو اختیار شته.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځه دایمي غړي لري چې د نړۍ ستر طاقتونه ګڼل کیږي او هر یو یې د وېټو یا د یو قرار داد د رد کولو حق لري. دا پنځه طاقتونه، امریکا، روس، چین، فرانس او برطانیا دي. روس د همدې اصولو په بنیاد، د جمعې په ورځ پېش شوی قرارداد په امنیت شورا کې وېټو کړی و.

په یوکرېن کې جنګ جاري دی، خو روس او یوکرين په دې راضي شوي دي چې د بېلاروس په سرحدي سیمه کې به مذاکرات کوي. د یوکرین خارجه وزیر دمیترو کولیبا د اتوار/یکشنبې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړ چې د یوکرین یو مذاکراتي پلاوی به د بېلاروس په سرحد کې د روس چارواکو سره ملاقات وکړي.

بل اړخ ته صدر پوټین خپل اېټمي ځواک ته د آماده باش هدایت جاري کړی دی.

د صدر پوټین دا حکم په دې معنا دی چې پوټین غواړي خپل پوځ د اېټمي بمونو استعمال ته آماده وساتي چې هسې نه د مغربي ملکونو سره یې لانجه زور واخلي او په جوهري جګړې بدله شي.

یورپي ملکونو د روس په ضد د اضافي پابندیو د اعلان لړۍ جاري ساتلې ده. فرانس د اتوار/یکشنبې په ورځ خپلو شهریانو ته خبرداری ورکړ چې که په روس کې دي، نو په فوري توګه دې له هغه ځایه راووځي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG