لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

برادر: د دوحې تړون په افغانستان کې د نورو وینو تویېدو او د هېواد ورانۍ مخنیوی وکړ


واشنګټن ــــ له طالبانو سره د امریکې د دوحې تړون نن دوه کاله پوره شول او له دې تړون سره سم بهرني ځواکونه تېر کال په بشپړه توګه له افغانستانه وتلي دي، خو ملګري ملتونه او امریکا دعوې کوي چې په افغانستان کې بهرني ترهګر اوس هم شته او څېړونکي وایي طالبانو له دې تړون سره سم له تېر افغان حکومت سره مذاکرات ونه کړل او د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول.

د 2020م کال د فرورۍ میاشتې پر 29مه امریکې له طالبانو سره په دې هیله تړون کړی وو، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سره طالبان له تېر افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي او یو ګډ حکومت جوړ کړي، خو د څېړونکو په وینا طالبان د دې تړون خلاف د تېر کال په اګست کې د وسلو پر زور پر افغانستان واکمن شول.

ځينې سیاسي څېړونکي او افغانان د تېر جمهوري نظام د پرځېدو سبب د دوحې تړون بولي، خو د دې تړون لاسلیک کوونکی د افغان سولې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پخوانی استازی زلمی خلیلزاد دا خبره ردوي او وايي تېر افغان حکومت د سولې په خبرو کې سنجیده نه وو.

خلیلزاد له بي بي سي سره په تازه ځانګړې مرکه کې وویل د افغانستان تېر حکومت کولای شوای په خبرو کې پرمختګ وکړي:

"که څه هم یواځې د افغانستان د حکومت مسولیت نه وو طالبانو هم مسولیت درلود، خو زه د دغه څه شاهد یم چې د افغانستان حکومت تر یوه وخته د ناسم حساب له مخې نه غوښتل په خبرو کې جدي و اوسي، وخت يې ضایع کاوه، تمه یې دا وه چې امریکا کې نوی راتلونکی حکومت به بدلې تګلارې ولري".

طالبانو نن په کابل کې د دوحې د تړون دویمه کلیزه لمانځلې ده او د دې تړون لاسلیک کوونکي د طالبانو مرستیال وزیراعظم ملا عبدالغني‌ برادر په دې غونډه کې ویلي، چې طالبانو پر دې تړون بشپړ عمل کړی دی.

غني برادر د دوې تړون له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د طالبانو کامیابي‌ وبلله:

"د دوحې د تړون مثبت تاثیرات په ډېر ښه شکل را ښکاره شول او په افغانستان کې یې د لا نورو ډېرو وینو د تویېدو او د هېواد د ورانېدو مخنیوی وکړ".

د دوحې په تړون کې طالبانو له امریکې سره ژمنه کړې چې د القاعده په ګډون به هیڅ بهرنۍ ترهګرې ډلې ته په افغانستان کې ځای نه ورکوي، خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم ملګرو ملتونو او امریکې بیا بیا اندېښنه څرګنده کړې چې القاعده او داعش ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي.

پر طالبانو تور لګېږي چې د تېر حکومت او له بهرنیو ځواکونو سره کار کوونکي یې په بېلابېلو سیمو کې په مرموز ډول وژلي‌ دي، خو د طالبانو حکومت دعوه کوي چې نه یواځې یې د تېر افغان حکومت کارکوونکو ته بخښنه عملي‌ کړې بلکې هغوی ته یې په بېلابېلو ادارو کې کارونه هم ورکړي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وایي دوی له امریکې سره د سولې په مذاکراتو کې له خپلو غوښتنو نه دي‌ پر شا شوي او وایي له تړونه سرغړونې طالبانو نه بلکې امریکې په وار وار کړې دي:

"سرغړونې امریکې په زرګونو کړې دي او هره ورځ مو ورته ویل چې په دغه ځای کې دې له پلانۍ مادې سرغړونه کړې ده".

د دوحې د تړون دویمه کلیزه په افغانستان کې په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې د طالبانو حکومت تر شپږ میاشتو تېرېدو وروسته هم لا د نړۍ هیڅ حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

بل لور ته نړۍ نه یواځې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي چې وایي ښځو او اقلیتونو ته یې پکې ځای نه دی ورکړی، بلکې په افغانستان کې د بشري‌ حقونو او ښځو ته د کار او تعلیم په اړه هم ژورې اندېښنې لري.

XS
SM
MD
LG