لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین جګړه: ۲۰۰۰ اوکراینیان وژل شوي، لس لکه له هېواده وتلي او ۵۰۰ روسي پوځیان وژل شوي

واشنګټن ـــــ په اوکراین باندې د روسي یرغل د یوې اوونۍ له پوره کېدو سره روسي ځواکونو په سترو ښارونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تر یو میلیون اوکراینیان له دغه هېواد څخه تښتېدلي دي.

په عېني حال کې د روس يو وفد ويلي د اوکراین سره به ډېر زر يو تړون ته ورسېږي، د دې ترڅنګ امريکا او د ناټو د خارجه وزيرانو له خوا په برسلز کې غونډه هم کېږي چې د دغې شخړې سفارتي حل روباسي.

روسانو په خارکیېف، چرنیېف او مېرېپول ښارونو باندې بریدونه کړي خو د برتانیې د دفاع وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، تر اوسه هم دغه ټول ښارونه د اوکراینینانو په واک کې دي.

یواځې د خرسان د ښار حالت ناڅرګند وو ځکه په ښار کې روسي پوځيان لیدل شوي خو تر اوسه هم دواړه غاړې د ښار د کنټرول ادعا کوي.

یو شمېر نړیوالو رسنیو د خرسان د ښاروال له خولې راخیستي چې دغه ښار یې له واکه وتلی دی.

د اوکراین صدر ویلادیمیر زیلینسکي د زیارت- پنجشنبې په ورځ په یو ویډیو پیغام کې وویل، "مونږ هغه خلک یو چې په یوه اوونۍ کې مو د دوښمن پلانونه ویجاړ کړل."

هغه زیاته کړه، "دوی به دلته ځای ونه لري.‌ دوی به خواړه ونه لري،‌ دوی به دلته یوه ارامه شېبه و نه لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن ویلي، امریکا اوس هم د ستونځې د حل لپاره یو ډیپلومېټیک حل ته تیاره ده خو روسان باید لومړۍ جګړه دروي.

اوکراین ویلي، تر اوسه یې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي او روس وايي، ۴۹۸ سرتیري یې وژل شوي او ۱۵۰۰ نور ژوبل شوي.

د اوکراین د دفاع وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یوې روسۍ بم غورځوونکې جټ الوتکې د ویشتلو خبر هم ورکړی.

د روس وفد د اوکراین سره د عارضي تړون تصديق کړی چې د ولسي وګړو خوندي سيمو ته د ويستلو د پاره به لاره ورکوي او په دغه سيمه کې به د بشري مرستو رسد يقيني کوي.

په بېلاروس کې د خبرو اترو په دويم پړاو کې د روسي وفد مشر ولاديمير مېډېنسکي ووېل:

"د عامو خلکو د ويستلو او بشر‌ي مرستو د پاره تر څه وخته جګړه په عارضي ډول بنده شوې ده"

په دغه وفد کې شامل يو بل روسي پارليماني غړي ليونېډ سلټڅکي ووېل، د خوندي لارو په اړه به معلومات ډېر زر شريک کړي.

نوموړي ووېل د خبرو اترو بل پړاو کې به لوظنامه وشي چې د روس او اوکراین پارليمان به يې منظوري ورکړي.

بل خوا د امریکې خارجه وزير اینټني بلینکن د يورپ په سفر روان شوی چې د اوکراين په سر د ناټو د مشرانو سره خبرې اترې وکړي او د دغې کشالې د هواري يوه سفارتي لاره راوباسي.

د امريکې د خارجه وزارت ترجمان نېډ پراېس ويلي ښاغلی بلینکن به لومړی برسلز ته ځي چې هلته به هغه د ناټو د خارجه وزیرانو سره غونډه کوي او بيا به د جي-7 د غونډې په اړه هم د خارجه وزیرانو سره غږيږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG