لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نایجېریا د افغانستان لپاره د اسلامي‌ همکاریو سازمان له فنډ سره یو میلین ډالر مرسته کړې


واشنګټن ــــ د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې له مجبوره خلکو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او وایي د نایجېریا حکومت د افغانستان د خلکو لپاره د دې سازمان له بشردوستانه ټرسټ فنډ سره یو میلین ډالر مرسته کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د بشري بحران په زیاتیدو سره د مرستو لپاره ټرسټ فنډ جوړ کړی دی.

دغه سازمان د جمعې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د نایجېریا د حکومت د مالي مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه پیسې به په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د میلینونو کسانو د حالت په ښه کیدو کې مرسته وکړي:

"او ای سي له ټولو غړو هیوادونو، برخه اخیستونکو او شریکانو څخه غواي چې را وړاندې شي او له افغانستان سره د بشر دوستۍ د مرستو لپاره زموږ د مرستو په فنډ کې خپله برخه واچوي چې اکاونټ یې په اسلامي پرمختیایي بېنک کې جوړ شوی دی".

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو د بندېدو او دننه په دې هیواد کې د کاروبار په کمېدو سره د افغانستان خلک نه یواځې له بېساري فقر بلکې د خوراکي توکیو له کمښت سره هم مخامخ شول.

نړیوالو سازمانونو خصوصاً د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې اوسمهال په افغانستان کې تر شل میلینه زیات کسان له لوږې او کاختۍ سره لاس او ګریوان دي.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان وایي د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دی:

"د هغه ځانګړي قرارداد د عملي کولو لپاره به له هیڅ ډول هڅو درېغ ونه کړو چې د 2021 کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د او ای سي د بهرنیو چارو د وزیرانو په غیرمعمولي غونډه کې وړاندې شو."

اسلامي هیوادونو د اسلام اباد په غونډه کې له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو لپاره یوه تګلاره ټاکلې وه او ویلي یې وو چې له ملګرو ملتونو سره به د افغانستان د کنګل شوې پانګې په خلاصون کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکې او نورو لوېدیځو هیوادونو د افغانستان د مرکزي بېنک شاوخوا نهه ارب ډالر شتمني کنګل کړه چې د طالبانو لاس ته ور نه شي، طالبانو د دغې شتمنۍ د ازادېدو پرله پسې غوښتنې کړې خو امریکې یې غوښتنه نه ده منلې.

د امریکې ولسمشر جوبایډن د فرورۍ په 11مه د یو فرمان په لاسلیک کولو سره په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي په مقصد د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې درې نیم ارب ډالرو د ازادولو اجازه ورکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG