واشنګټن ـــــ د امریکې له خوا د ترهګرو په تور فهرست کې شامل د طالبانو د کورنیو چارو نګران وزیر او د حقاني ډلې اوسنی مشر سراج الدین حقاني په لومړي ځل په کابل کې د رسنیو په وړاندې را ښکاره شوی دی.
د سراج الدین حقاني یواځې یو عکس- چې له څنګه اخیستل شوی- هغه وخت خپور شوی وو، چې امریکې هغه د ترهګرو په تور نوملړ کې شامل کړی وو، خو په تېرو شپږو میاشتو کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه په بېلابېلو غونډو کې پر ګډون باوجود هم د هغه څېره له رسنیو پټه ساتل شوې وه.
حقاني د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې د پولیسو له اکېډمۍ د مخکیني حکومت د افسرانو د فراغت په غونډه کې خلکو ته وویل، د ډېر وخت له انتظار وروسته یې ځکه د رسنیو په مخکې ځان ښکاره کړ، چې دوی ډاډمن او باوري شي چې خپلو مشرانو ته قدر لري.
له دې خبرې د حقاني اشاره د طالبانو د تحریک بنسټ ږدوونکي ملا محمد عمر او اوسني مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته وه. د ملا عمر یواځې څو عکسونه په رسنیو کې خپاره شوي او د ملا هبت الله یواځې یو عکس خپور شوی، خو پر افغانستان د طالبانو پر واکمنېدو برسېره هم هغه رسنیو ته نه دی مخامخ شوی او په عامو غونډو کې چا نه دی لیدلی.
د طالبانو مرستیال مشر سراج الدین حقاني نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې به نورو هیوادونو ته هیڅ ګواښ پېښ نه شي.
سراج الدین حقاني وویل طالبانو هڅه کوله چې د اشرف غني له تېر حکومته واک د خبرو له لارې په سوله ییز ډول دوی ته وسپارل شي او د ویجاړۍ مخه ونیول شي، خو وایي داسې ونه شول.
د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، نړۍ له طالبانو غواړي چې ټولګډ حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونو ته د درناوي ولري، ښځو او نجونو ته د تعلیم او کار اجازه ورکړي. سراج الدین حقاني پخپل حکومت کې د ښځو د کار په اړه وویل:
"دغه خبرې چې ښځو ته د تعلیم او کار اجازه نه ورکول کېږي، نن زموږ خویندې په دې مراسمو کې راسره ناستې دي، دوی د فراغت سندونه اخلي او په خدمت ګومارلې کېږي".
د کابل په پرونۍ غونډه کې د سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو د وزیراعظم مرستیال او د پاکستان د سفیر په ګډون د ځینو نورو هېوادونو سفارتکارانو هم ګډون کړی وو.
حقاني هغه ډله ده چې په افغانستان کې یې په تېرو شلو کلونو کې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې ګڼ شمېر وسلوال خصوصاً ځانمرګي بریدونه کړي دي. سراج الدین حقاني په تېره فرورۍ میاشت کې په کندهار کې یوې غونډې ته وویل چې یواځې د ده تر لاس 1050 ځانمرګي بریدګر تېر شوي دي.
حقاني د تېر 2021م کال په اکتوبر میاشت کې په کابل کې هم د خپلې ډلې د ځانمرګو بریدکوونکو د کورنیو له غړو او وارثانو سره په یوه غونډه کې لیدلي وو او ورسره یې د نغدو پیسو د مرستو تر څنګ هغوی ته د مځکو ورکولو ژمنه هم کړې وه.
د طالبانو د داخله وزارت ویاند قاري سعید خوستي هغه وخت رسنیو ته ویلي وو چې د هغې غونډې په پای کې د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته لس لس زره افغانۍ او جامې ورکړل شوې او د مځکو ورکولو ژمنه ورسره وشوه.
پر سراج الدین حقاني تور لګېږي چې په 2008م کال کې د کابل پر سرینا هوټل په برید کې یې لاس درلود، په هغه برید کې د یو امریکايي وګړي په ګډون شپږ تنه وژل شوي وو.
امریکې د هغه برید په تور سراج الدین حقاني د ترهګرو په تور نوملړ کې شامل کړی چې لا یې هم نه دی ترې ایستلی او د ده پر سر یې لس میلین (یو کروړ) ډالر انعام اعلان کړي وو.