لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وایي روس د ډزبندۍ په اعلان باوجود د عامو خلکو د وتلو په لاره جګړه روانه ساتلې


واشنګټن ــــ روس او اوکراین په ماریوپول او ویلنووا ښارونو کې د لنډ وخت لپاره ډزبندي اعلان کړې چې عام خلک له دغو ښارونو ووځي، خو د ډزبندۍ تر اعلان لږ وخت وروسته اوکراین تور پورې کړی چې روسي ځواکونو د اعلان سرغړونې کړې او وایي پر ښار ډزې کوي او د خلکو د وتلو پر لاره جګړه روانه ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي‌ صدر بایډن ښکاره ویلي دي چې مونږ به د روس سره جنګ نه کوو خو د خپلو ایتلافیانو او ملګرو سره به په مرسته تر هر حده پورې ځو چې وکړل شو اوکراین ته هر هغه څیز ور ورسوو چې دوی په ښه طریقه خپله دفاع وکړي.

د روس له خوا په اوکراین کې عملیات دوام لري. روس د شنبې- خالي په ورځ وختي ویلي وو چې د بمبارۍ نه د بچ کیدلو لپاره يې د لوکرېن په دوو ښارونو کې ډزبندي اعلان کړې ده.

د روس د دفاع وزارت ویاند اېګور کوناشېنکوف پخپله ټیلیویژني وینا کې ویلي، چې په پنځم مارچ د ماسکو په وخت د سهار له لسو بجو نه روس د اوربند اعلان کړی:

"د ماریوپول او د وولنو واخا خلک کولی شي د بشري مرستو د لارې علاقه پرېږدي. د بشري مرستو او د وتلو دا لارې د یوکرېن سره په سلا ترتيب شوې".

کوناشېنکوف دا ونه ښودل چې ډزبندي به د څومره مودې لپاره وي خو ځینې مطبوعات د روسي چارواکو له خولې لیکلي دي چې دا يواځې د پینځو ساعتو یا ګنټو لپاره دی، خو د اوربند د اعلان وروستو داوړو ډلو په یو بل د خلاف ورزۍ تورونه لګولی دي.

د اوکرېن ناېب وزیراعظې اریانه وریشچک د اوربند د اعلان وروسته ویلي چې روس بیا ډزې شورو کړي دي:

"زه د دې پخلې کوم چې روس د سور صليب په منځګړتوب د ترلاسه شوې لوظنامې سرغړونه کوي. دوی د لوظنامې خیال نه ساتي او په ول نووا ښار اوس هم بمباري کوي. د دې په وجه ماشومان، ښځې او د زیات عمر خلک نه شي کولی د علاقې نه ووځي".

د روس خارجه وزیر سرګيلاوروف هم تور لګوي چې اوکرایني چارواکي دوی د خلکو سره مرستو ته نه پرېږدی او نه د دغو علاقو نه خلک کډه کولو ته پرېږدي.

یوکرېني چارواکي د امریکې او د نېټو نه غوښتنه کوي چې په یوکرېن کې دې نو فلای زون اعلان وکړي.

د امریکې خارجه وزیر انتهونی بلېنکن د روس عملیات ظالمانه بللی دي او ویلي یې دي چې تر خپل وسه کوشش کوي په یوکرېن کې جګړه ودروي، خو بلېنکن په یوکرېن کې د نو فلای زون غوښتنه رد کړی:

"د نو فلایې زون غوندې شیانو د عملي کولو لپاره یواځینۍ لاره دا ده چې اوکراین ته د روس د جازونو د ویشتلو لپاره جنګي جازونه ولېږل شي او دا په یورپ کې یو پوره جنګ شورو کولی شي".

یوکرېن تور لګولی دی چې روس يې د هیواد په جنوب مشرقي سېمه کې په جوهري‌ پلانټ د قبضې وړاندې په دې ډزې کړي دي.

یوکرېن کې د جوهري چارو لپاره غړو ویلي دي چې د جوهري ودانۍ نه هیڅ قسمه تابکاري نه ده شوې او د اوکراین چارواکو ویلي دي چې په ودانۍ کې لګېدلی اور يې مړ کړی دی.

د نېټو سېکټري جنرل ین سټولټنبرګ خبرداری کړی چې د روس پوځ نوره درنه وسله هم علاقې ته ور وړي چې له امله يې په راتلونکو ورځو کې لا نوره زیاته مرګ ژوبله رامخې ته کېدای شي:

"دا په تېرو څو لسېزو کې په یورپ کې تر ټولو بد پوځي یرغل دی. ښارونه، سکولونه او هسپتالونه په ګیره کې اخیستل شوي دي او د ولسي ستوګنې په ځایونو باندې بمبارۍ کیږي او په جوهري پلانټ بې توکه ډزې شوې دي او د ډېرو خلکو مرګ ژوبله رامخې ته شوی ده".

د روس د دفاع وزارت ویاند کونا شېنکوف په جوهري‌ ودانۍ د برید تور په ورانکارې ډلې لګولی دی، خو ددغې دعوې په پخلي کې یې هیڅ ثبوت نه دی ورکړی او په نړیواله کچه هم دې دعوې سره څوک اتفاق نه کوي.

د اوکرېن چارواکو ویلي دي چې د شپېتو زرو نه زیات اوکرایني غړي خپل هېواد ته د روس خلاف د جنګ لپاره ستانه شوي دي.

روس وایي په اوکراین د قبضې اراده نه لري او د خپلو اهدافو تر سره کولو وروسته به پوځیان بېرته د اوکرېن نه وباسي. ملګرو ملتونو د پاره د روس سفير ګېنېډي ګټیلوف دغه اهداف د اوکراین بې وسلې کول او «ډي نازيفای رجيم» یا د رجيم نه د نازیانونظریه ختمول دي.

اوکرایني ولس یو یهودي صدر په جمهوري طریقه منتخب کړی دی، چا چې په هالوکاسټ کې د کورنۍ غړي بایللي دي. تاريخپوهان او سېاسي څارونکي د دویم عالمي جنګ خبره کول د روس پراپېګنډا بللی ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG