لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د اوکراین له جګړې د تښتېدلو کډوالو شمېر دوو میلینو ته رسېدلی


واشنګټن ــــ د امریکې او اوکراین چارواکو په داسې حال کې په روس باندې په عامو خلکو د بریدونو د پای ته رسولو ټینګار کړی دی چې پرون بیا د روس او اوکراین تر منځ د درېیم پړاو خبرې پیل شوې دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن پر اوکراین له روسي بریدونو وروسته یورپ ته د سفر په ترڅ‌ کې پرون او نن د څو هېوادونو له مشرانو سره لیدلي او د روس د بریدونو د مخنیوي په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

اینټني بلینکن د لیتویا هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ایډګرز رینکېویکس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، روس له اوکراینه د خلکو په وتلو باندې رضا شوی هم دی خو وایي بیا یې هم «بې رحمه بمبارۍ» روانې ساتلې دي.‌ بلینکن روس ته وویل:

"اجازه ورکړئ چې خوراک او دارو درمل دننه ورشي، خلک پرېږدئ چې په خوندي توګه بهر را ووځي او د اوکراین په ضد دا د خپلې خوښې جګړه ختمه کړئ".

رپوټونه وایي‌ د اوکراین په شمال ختیځ کې له سومې ښاره د عامو خلکو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده. اوکرایین او روس پرون د خلکو په ایستلو سلا شوي‌ وو، خو رپوټونه وایي‌ له بریدونونو وروسته دغه لړۍ ګډه وډه شوې او نهه کسان په تازه بریدونو کې وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، پر اوکراین د جګړې له کبله له دې هېواده د وتلیو کډوالو شمېر دوو میلینو ته رسېدلی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې کمیشنر فیلیپو ګرانډې وایي په پیل کې هغه اوکراینیان وتلي چې څه نا څه وسایل یې لرل او ډېری کسان پخپلو ګاډو کې وتلي، خو وایي که جګړه تم نه شي داسې کسان به هم تېښتې ته اړ شي چې کافي وسایل نه لري.

د اوکراين د صدر ولاديمير زيلنسکي سلاکار میخایلو پوډولیک ويلي، د ګل- دوشنبې په ورځ د اوکراين او روس ترمنځ خبرو کې لږ پرمختګ شوی دی.

ميخايلو ويلي، دغه خبرې له جګړې وتونکو خلکو ته د خوندي لارې ورکولو دپاره وې، خو وایي په خبرو کې داسې پرمختګ نه دی شوی چې روانه شخړه به ختمه کړي.

نړیوال بېنک له اوکراین سره د 723 میلین ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د دې بېنک د مشرانو بورډ نن د دغو پیسو منظوري ورکړې ده چې د اوکراین د اقتصاد د پر ځای ساتلو، د قرضو او په نورو چارو کې به لګو کېږي.

نړیوال بېنک وایي له دغو پیسو به د اوکراین د روغتونونو د کارکوونکو تنخاوې او د بوډاګانو پینشنونه ورکول کېږي او په نورو ټولنیزو چارو کې به ترې مرسته اخیستل کېږي.

له دې سره سره نړیوال بېنک د درې ارب ډالرو مرستې پر یو بل پېکیج هم کار پیل کړی دی، چې په بنیاد به یې له اوکراین او هغو څنګلورو هېوادونو سره مرسته کېږي چې اوکراینيان د جګړې له کبله ور کډه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG