واشنګټن ــــ په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د څانګې مشرې مېشل بېچلې ويلي که څوک د افغانستان امن او ترقي غواړي نو افغان مېرمنو ته دې د ټولنې په هره برخه کې دومره ځای ورکړي چې هغوی په پوره مړانه د امن او بشري حقونو د پاره کار وکړي.
مېرمن مېشل په دې اړه په کابل کې د يو شمېر ښځو تجربې او خبرې واورېدلې او د دې خبرې په اهميت يې د کابل د واکدارانو طالبانو سره هم خبرې وکړې.
د بشري حقونو د څانګې مشرې مېرمن مېشل په طالبانو غږ وکړو چې په افغانستان کې د ښځو او جينکو د بشري حقونو سرغړونو نه دې لاس واخلي.
مېرمن مېشل اندېښنه څرګنده کړه چې افغان مېرمنې د خپلو حقونو د پاره د غږ پورته کولو له کبله د تشدد ښکار کېږي او په هغوی بريدونه کېږي او افغانې مېرمنې د هر قسمه داسې څوکيو نه لرې کېږي چې د فیصلې اختیار لري.
د بشري حقونو د څانګې مشره په کابل کې ده او د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني تر څنګ يو شمېر طالب مشرانو سره يې لیدل کتل کړي دي.
بل خوا د افغانستان د پاره د يورپي يونين استازي ټامس نیکلسن د یورپي يونين د بهرنيو عملياتو په غبرګون کې ويلي افغان مېرمنو ته دې د خپل غږ اوچتولو او خپل استازيتوب حق ورکړی شي، نوموړي ټامس په يو ټويټ کې ويلي:
"ښځې دې د افغانستان په اړه هره پروسه کې برابرې شريکې وګڼل شي".
د دې نه وړاندې د يورپي يونين اېکسټرنل اېکشن سروسز په يو ټويټ کې ویلي وو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره د ښځو او جينکو په ژوند دروند اثر پرېوتی دی.
په عیني حال کې د بخښنې نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل هم ويلي، د طالبانو په واکمنۍ کې د تېرو وختونو په نسبت نن سبا افغان مېرمنې او جينکۍ تر ټولو لوی خطر سره مخ دي خو هغوی خپلې حوصلې نه دي بایللې، راځئ چې هغوی ته ډاډ ورکړو چې هغوی يواځې نه دي بلکې نړۍ ورسره اوږه په اوږه ولاړه ده.
اېمنسټي انټرنېشنل د ښځو د نړيوالې اوونۍ په حوالې سره په ټوېټر د افغان مېرمنو سره د مرستې هېش ټېګ خپور کړی چې وايي د افغان مېرمنو د پاره غږ پورته کړئ.