لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بایډن اوکراین ته د 200 میلین ډالرو د وسلو لېږلو منظوري ورکړه، روس یې مخالفت کړی


واشنګټن ــــ امریکا په داسې وخت کې اوکراین ته د 200 میلین ډالرو اضافي وړو ټېنک ضد او الوتکې ضد وسلو د لېږلو اعلان کړی، چې د اوکراین چارواکو د روس د درنو هوایي بمباریو په وړاندې د دفاع لپاره ترې غوښتي وو. روس یې کلک مخالفت کړی دی.

سپینه ماڼۍ وایي صدر جوبایډن د شنبې- خالي په ورځ د امنیت په برخه کې د دې اضافي مرستې منظوري ورکړه. د صدر بایډن د انتظامیې یو اعلی افسر وایي له دې سره اوکراین ته د دې تازه پوځي وسایلو د "بیړني" لېږد لاره برابره شوه.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د امریکې د حکومت دغه اعلی افسر وایي د ولسمشر بایډن له دې تازه پرېکړې سره به له اوکراین سره د 2021م کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د امریکې پوځي مرسته 1.2 ارب ډالرو ته ورسېږي.

وایي له 2014م کال راهیسې چې روس د کرایمیا سیمه پخپله خاوره ګډه کړه او امریکې له اوکراین سره پوځي مرسته پیل کړه دا ټوله به 3.2 ارب ډالرو ته ورسېږي.

صدر بایډن د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن ته په یو یادښت کې لارښوونه کړې چې د «بهرنیو مرستو د قانون» له مخې دې د اوکراین د دفاع لپاره 200 میلین ډالر ځانګړي کړي.

روس له اوکراین سره د وسلو د مرستې کلک مخالفت کړی دی. د روس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي د شنبې- خالي په ورځ د روس سرکاري ټیلیویژن ته په وینا کې امریکې ته خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د وسلو لېږل یې خطرناک کار دی او وایي کېدای شي روس یې د وسلو ور لېږل په نخښه کړي.

د رایټرز د خبر له مخې د امریکې د بهرنیو د دفاع وزارت له ذخیرې څخه د مرستې دغه فنډ د وسلو په اخیستلو، نورو سامانونو او همدارنګه پر پوځي تعلیم او روزنه لګول کېدای شي چې د روس د یرغل په وړاندې له اوکراین سره مرسته وکړي.

د سپینې ماڼۍ یوه اعلی چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط رایټرز ته ویلي، دا به له اوکراین سره په پوځي‌ برخه کې بیړنۍ مرسته وي:

"په دې کې بکتربند ضد وسله، د الوتکو ضد سیسټم او وړه وسله شامله ده چې د اوکراین د لومړۍ کرښې له جنګېدو سره مرسته وکړي".

پېنټاګان رایټرز ته په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او وایي په دې اړه دې له سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو له وزارته پوښتنه وشي.

اوکراین له هغه راهیسې چې روس ورباندې بریدونه پیل کړي له امریکې او نورو غربي هېوادونو د ټېنک ضد جیولین وسلو او سټرینګر توغندیو غوښتنه کوي چې وایي د روس الوتکې پرې را وغورځوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا د خالي- شنبې په ورځ د امریکې یوې غیرسرکاري ادارې «رینیو ډیموکرېسي اینیشیېټیو» ته په مرکه کې وویل کیف اړتیا لري چې نوره اضافي وسله ور ولېږل شي.

د امریکا کانګرس د پنجشنبې- زیارت په شپه له اوکراین سره د 13.6 اربه ډالرو بیړنۍ مرستې منظوري ورکړه، دا د هغه 1.5 ټریلین یا کرب ډالرو برخه ده چې د کانګرس تر منظورۍ وروسته به د امریکې حکومت ته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG