لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وېډیوګانې ښيي چې افغان طالبان د عدالت پرته مخالفین وژني


واشنګټن ــــ په سوشل مېډيا کې د افغان طالبانو لخوا په بې دردۍ سره د مخالفینو د وژلو په اړه د وېډیوګانو او عکسونو خپرېدو وروسته، د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوند طالب وسله والو ته اولس سره د احسان کولو هدایت کړی دی.

د پخواني حکومت کارکوونکو یا مامورینو سره د طالبانو د چلند په اړه د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرل فرېنک مېکنزي هم نن کانګرس ته په یوه اورېدنه کې اندېښنې ښودلي:

“مونږ ته پته ده چې طالبان د پخواني حکومت په چارواکو پسې ګرځي. مونږه ته پته ده چې د هغوی تر واک لاندې ښځې د تکلیف ژوند تېروي. زه نه شم ویلی چې داسې څوک به وي چې هلته ژوند وکړي.”

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل تازه پېغام کې په بې عدالته (د محکمې پرته) وژنو کې د ککړو طالب وسله والو سره د حساب کتاب، محاکمې او یا کومې سزا ورکولو امر نه دی ورکړی او نه یې د طالب وسله والو لخوا د مخالفینو وژلو ته کومه اشاره کړې ده، خو په پېغام کې یې د قوم پرستۍ نه د ډډې کولو لپاره غږ کړی دی:

“د قوم پرستۍ، منطقه پرستۍ، لسان پرستۍ او انډیوال پرستۍ څخه په کلکه پرهېز وکړئ.”

د طالبانو د واک نيولو اووه مياشتې پوره شوې خو د طالبانو د مشر هبت الله څېره لا چا نه ده ليدلې او د طالبانو مخالفين دعوه کوي ملا هېبت الله وژل شوی دی خو طالبان وايي مشر به يې په مناسب وخت خلکو ته ځان ښکاره کړي.

د طالبانو په حکومت کې، البته، د داخله چارو وزير او د ترهګرې حقاني ډلې مشر سراج الدين حقاني تېره اوونۍ په وړومبي ځل په کابل کې د پوليس د پريډ په موقع ځان ښکاره کړو او په خپله وينا کې يې د قران يو مقبول ايت نيمګړی وويلو چې په سوشل ميډيا پرې سخت انتقاد وشو.

ملګرو ملتونو د روان کال په جنورۍ کې په یو رپوټ کې ویلي وو چې افغان طالبانو د اګسټ د میاشتې نه تر جنورۍ پورې د 100 نه زیات افغانان چې د پخواني حکومت برخه وه په غير عدالتي توګه وژلي دي.

طالبانو دغه رپورټ رد کړی او دا يې د خپل حکومت خلاف د غربي نړۍ تبليغات ګرځولي وو.

د تازه وژنو په اړه افغان خبريال عبدالحق عمري په خپل ټوېټر ليکلي:

“طالب وسله والو د عام افغانانو وژنو ته زور ورکړی خو تر اوسه يو قاتل محکمه نه شو نو مطلب دا وژنې د دوی د مشرانو په خوښه کيږي. زما مالومات دا دي چې د پخواني نظام سلګونه امنيتي ځواکونه د طالبانو په زندانونو کې بې ګناه بنديان دي. عمومي عفه جعلي ده”.

په طالب وسله والو په پنجشير ولايت کې د نسلي کرکې په بنياد د مخالفينو د وژنو تورونه په سوشل ميډيا زيات شوي او تازه دوه پېښې پکې د غلام سخي او بلال وژل دي.

د غلام سخي نزدې خپلوانو د هغه تصوير خور کړی او ميډيا ته يې ويلي هغه يې په خينج ولسوالۍ کې نيولی و او د سختې شکنجې وروستو يې په ډزو وژلی. طالبان په داسې وژنو چپه خله دي.

بل تن چې بلال نومېده په يوه ويډيو کې د وژلو په وخت ښودل کيږي چې په پوځي درېشۍ کې دی او ويل کيږي د طالبانو مخالف وو.

د فراه ښار په يوه برخه کې د تازه وژل شوي يو ناپېژندګلو افغان مړی موندل شوی چې ځايي خلک وايي د پخواني پوځ سرتېری وو.

همدغه رنګ د زاهد په نوم يو تن د د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې په ډزو وژل شوی او ځايي خلک وايي طالب وسله والو وژلی.

طالب وسله والو د افغانستان د درې رنګه ملي بيرغ سره د مينې په سزا کې تېره اوونۍ په خوست کې ځوانان وهلي ټکولي وو او وېښته يې ترې خريلي وو.

طالبان د افغانستان د ملي بيرغ په ځای خپل سپين ګوندي بيرغ لګوي، د افغانستان ايين یې له منځه اوړی، پارلمان يې ختم کړی او ملي اردو يې ماته کړې.

په طالبانو نيوکې سېوا شوي چې خپل وسله وال نه محاکمه کوي او چې څه يې خوښه وي هغه رنګه سلوک د ولس سره کوي خو طالبان وايي په صفونو کې يې د محاکمه کولو عمل شتون لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG