تازه خبر

غربي څيړونکي: د اوکراین په جګړه کې د روس پروپېګنډې ماتې وخوړه

واشنګټن ــــ غربي چارواکي او څيړونکي په دې نظر دي چې د يوې مودې راهسې د روس د افواهاتو مشينري په پوره زور کې وه چې په سوشل مېډيا او سرکاري ټېليوژن آر ټي به يې خلک ګنګس کول او د ريښتياوو په ځای به يې د دروغو بيانيه پخپلو اورېدونکو ورتپله.

غربي نړۍ په دې ډېره مايوسه وه چې روس په کال ۲۰۱۶م کې د امريکې په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړه، د دې ترڅنګ په يورپ کې يې هم په کال ۲۰۱۶/۱۷کې د کډوالو په کشاله لوی سياسي کړکېچ پېدا کړو او په شام کې د صدر اسد خلاف را پورته شوي د سپين هېلمټ خېرښېګړې تنظيم يې د جهادي ډلو او داعش سره په تړلو نړۍ ته يوه غلطه بيانيه وړاندې کړه.

ولې د اوکراین په جنګ کې د روس د پوځ يوې وړې ډلې نړۍ ته ښکاره کړو، چې ورسره د روس پروپېګنډې هم نړۍ ته په ډاګه شوې چې څنګه کرېملن خپله ګناه په بل ور اچوي.

د امريکې د استخباراتي ادارې سي آی اې ډاېریکټر بل برنز تېره هفته د کانګرېس يوې کمېټۍ ته ويلي وو چې د ده په اند د روس صدر ولاديمير پوټین "د معلوماتو جنګ کې ماتې خوړلې ده".

د ښاغلي برنز په څېر خيالات د نورو څېړونکو هم دي. د سويډن د سټاک هوم فري ورلډ فورم څېړونکی اېنډرز اسلنډ هم وايي:

"صدر پوټین د يوې زمانې راهسې د معلوماتو د جګړې استازی ګڼلی کېدلو، په تېرو لسو کالو کې په سوشل مېډيا د هغه د دروغو خورولو جارحانه جګړه د دې خبرې ښکاره ثبوت دی خو دا اوس په ډاګه شوه چې پوټین دغه جګړه وباېیلله".

څېړونکي وايي سره د دې چې روس په يوه منظم ډول د دروغو خورولو لړۍ جاري ساتلې، نړيوالې ټولنې په اوکراین د روس حملې ته د ښه او بد په تناظر کې ګوري او د زړه د اخلاصه د اوکراین مرستې کوي.

د ملګرو ملتونو د بیړنيو مرستو کوارډينېټر مارټن ګرېفېټس وايي د دوی دفتر ته د اوکراین د مرستو د پاره ۱۴۳ ملکونو امدادونه ور استولي دي.

د اوکراین په جګړه کې د روس منظمه پروپېګنډه ولې بريالۍ نه شوه، د اوکراین د اطلاعاتو پخوانۍ مرستياله وزيره ټي ټيانا پاپوفا وي او اې ته ويلي، " د پروپېنګنډې ترټولو غوره مخنيوی ريښتيا خورول دي".

مېرمن پاپوفا زياته کړه چې په اوکراین کې د نړيوالې مېډيا او د دې هېواد خپلو بېدارو خبريالانو په وخت د روس د پروپېګنډې مخنيوی کړی او د اوکراین په جګړه کې يې د روس دروغو ته په ښکاره ريښتياوو ماتې ورکړې.

د اوکراین په جګړه کې د روس پروپېګنډې ته فېسبوک او ټوېټر هم ماتې ورکړې چا چې د خپلو پاڼو نه د روس د افواګانو خوروونکي اکاونټونه تړلي دي.

د د ې ترڅنګ يورپي يونين هم په خپلو ۲۷ ملکونو کې د روس د آر ټي او سپټنیک خپرونې تړلې دي چې د روس د پروپېنګنډې لويې سټې ګڼل کېږي چې ورته سرکاري ملاتړ هم ترلاسه دی.

د يورپي يونين مشر سفارتکار جوزف بورېل د يورپ پارليمان ته ويلي، "دغه آزاده او بې پلوه مېډيا نه وه چې دوی پرې بنديزونه لګولی بلکې دغه د کرېملن د دروغو خورولو لويه وسله وه".

څېړونکي‌ وايي د اوکراین د صدر زېلنسکي ويډيوګانو هم د روس پروپېنګنډې ته لويیزيان رسولی او ځايي ولس چې پخپلو موبایل ټیليفونونو د روس د جنګ بمبارۍ په سوشل مېډیا خوروي هغې هم د روس د پروپېګنډو ملا ماته کړې ده.

د دې هر څه سره سره په روس کې د حکومت د ډېرې سختۍ باوجود هم د ګل- دوشنبې په ورځ د روس په چېنل ون د خبرونو په وخت يوې کارکوونکې مارينه اوفسياني کوفا په لایو شو کې چغه کړه، "جنګ ودروئ، جنګ نه انکار وکړئ".

د ماريا پلار اوکراینی دی، هغې د خبرونو په وخت په ټیليوژن په روسي ژبه بېنر اوچت کړو چې پرې ليکل شوي وو، "په دې پروپېګنډه يقين مه کوئ، دوی تاسو ته دلته دروغ وایي".

په سټوډيو کې د پروګرام پروډيوسرانو ور منډه کړه او د هغې خبره يې بنده کړه، خو هغې د روس ولس ته خپل پېغام ورساوه.

د غربي نړۍ ماهرين او څيړونکي په دې نتيجه ورسېدل چې د اوکراین په جنګ کې د مالي او ځاني زيان سره سره د روس پروپېګنډې ته هم لوی تاوان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG