لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سفارتکاران وایي د ايران سره د جوهري تړون په ځای کولو ته نزدې شوي دي


واشنګټن ــــ په داسې حال چې په اوکراین کې جګړه توده ده، نړيوال سفارتکاران بيا هم د ایران سره په کال ۲۰۱۵م کې د شوي جوهري تړون په ځای کولو کې بوخت دي او داسې ښکاري چې امريکا به د ايران سره په دغه جوهري تړون کې بيا يو ځای کړي او ايران به د خپل جوهري پروګرام محدودولو ته غاړه کښېږدي.

نړيوال سفارتکاران له تېرو ۱۱ مياشتو راهسې د آسټریا په سر ښار ويانا کې د ايران او امريکا تر منځ په جوهري پروګرام خبرې کوي او امريکايي او نور چارواکي وايي په دغه تړون کې يو څو نور واړه خنډونه پاتې دي.

د امريکې د خارجه وزارت ترجمان نیډ پرایس وايي، "مونږ يو ممکنه تړون ته ډ‌ېر نزدې شوي يو خو لا فېصلې ته رسېدلي نه يو، امکان دی چې ډېر زر يوې فیصلې ته ورسيږو".

هر څه که نړيوال سفارتکار هيله من دي چې د ايران جوهري تړون به ډېر زر بيا په ځای شي روس ګواښ کړی چې د اوکراین په اړه د لګېدلو بنديزونو په غبرګون کې به د خپلو جوهري لوظنامو نه په شا شي، چې ورسره د ايران د جوهري تړون د زر تر زره کېدلو امکانات هم کم شوي دي.

د روس د دې دهړکو سره د ایران جوهري تړون په اړه آخيري فېصله اوس د واشنګټن او تهران د مشرانو په لاسو کې ده، خو په اکثرو وختونو کې د واشنګټن او تهران مشرانو ويلي چې دغه فېصله به بې پلوه ډلې کوي چې ورسره تر اوسه دغه مهمه پرېکړه د ځنډ ښکار ده.

د ايران سره دغه تړون د پخواني صدر اوباما په وخت کې په کال ۲۰۱۵ م کې شوی وو کله چې موجوده صدر باېډن مرستيال صدر وو خو د امريکې تېر صدر ټرمپ ترې په کال ۲۰۱۸ کې امريکا بهر کړې وه، ولې د موجوده صدر جوباېډن د انتظاميې دا لومړۍ ترجيج ده چې د ځينې اصلاحاتو سره بيا امريکا دغې تړون کې شامله شي.

ايران د شورو- چارشنبې په ورځ دوه نيول شوي برطانوي وګړي خوشي کړي چې ورسره د جوهري تړون په ځای کېدلو امکانات هم نور روښانه شوي دي.

د امريکې د خارجه وزارت ترجمان نیډ پرایس ويلي که ايران د قیديانو کشاله هواره کړه نو دا به د جوهري تړون د لارې نور خنډونه هم هوار کړي.

که څه هم که واشنګټن د ايران نه د جوهري تړون د پاره د ډېر څه کولو غوښتنې کوي خو د ايران خارجه وزير حسېن امير عبدالحيان ويلي، دغه تړون ټول په ټوله په واشنګټن پورې اړه لري که واشنګټن وغواړي نو ډېر زر دغه تړون بيا په ځای کېدلی شي.

د ايران خارجه وزير د نهې- سه شنبې په ورځ په ماسکو کې د روس د خارجه وزير سرګی لارووف سره د لیدو کتو وروسته ووېل، " بال يوځل بيا د واشنګټن په کورټ کې دی چې د خبرو اترو نتيجې بريالۍ کړي".

نوموړي امريکا ته باور ورکړو، "د روس چارواکي هم په ويانا کې د تړون په اخيرۍ فېصله کې شامل وو".

د روس خارجه وزير لارووف وویل، خبرې اترې په کورنۍ برخه کې دي او وړانديز يې وکړو چې د اوکراین په سر په روس لګول شوي بندیزونه دې د ايران په جوهري تړون عملي نه کړی شي.

دې ته په ځواب کې د امريکې د خارجه وزارت ترجمان نیډ پرایس وویل، "مونږ به د ايران سره د جوهري تړون په مکمله توګه د عملي کولو وروسته د روس له خوا د ايران سره په جوهري منصوبو بنديزونه نه لګوو، مونږ داسې کولی شو او نه به يې وکړو".

روانه اوونۍ د امريکې په سېنټ کې په ۵۰ ريپبلېکن غړو کې ۴۹ يوه ګډه بيانيه دستخط کړی چې وايي دوی به د ايران سره هر هغه تړون ماتوي په کوم کې چې د ايران ته د خپل جوهري پروګرام بيا شروع کولو د پاره يوه خاص نېټه ورکړل شوې وي او په شام، لبنان او يمن کې د وسله والو د ملاتړنه ايران ودرول شوي نه وي.

د ريپلیکن غړو ګواښ کړی چې د ايران سره شوې دغسې ټولې پرېکړې به بيا ماتوي.

که څه هم په موجوده وخت کې د ريپلیکن غړو سره دومره اکثريت نشته چې د جوباېډن انتظاميې له خوا د ايران سره د ممکنه تړون مخه ونيسي خو څېړونکي وايي دا امکان شته چې د نومبر په مياشت کې د منځنۍ مودې د انتخاباتو وروسته په کانګریس کې د ريپلیکن غړو شمېر زيات شي او بيا دغه تړون ختم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG