لاس رسیدونکی لینک

 
بایډن پر اوکراین د نېټو غونډې لپاره برسلز ته لاړ، تمه ده په روس باندې نور بندیزونه اعلان کړي
تازه خبر

بایډن پر اوکراین د نېټو غونډې لپاره برسلز ته لاړ، تمه ده په روس باندې نور بندیزونه اعلان کړي


واشنګټن ـــــ د امریکې ولسمشر جوبایډن د شورو- چارشنبې په ورځ د بلجیم مرکز برسلز ته روان شو، چې هلته به له نېټو او یورپي متحدینو سره ویني او تمه کېږي چې هلته به په یوکراین باندې د روس د یرغل په ضد په ماسکو نور بندیزونه اعلان کړي.

د امریکې د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوین د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې بایډن به له خپلو متحدینو سره په ګډه په روس باندې نور بندیزونه لګوي او د موجوده بندیزونو پر لا سختولو به کار کوي چې د روس یرغل کمزوری کړي او دغه بندیزونه په بشپړه توګه عملي شي.

ولسمشر جوبایډن برسلز ته د سفر په وخت پر خپل ټویټر لیکلي "زه یورپ ته پر لاره یم چې د اوکراین د ملاتړ لپاره نړیواله ټولنه راسره ملګرې کړم او دا خبره باوري کړو چې پیوټن د خپلې خوښې د جګړې له کبله سخته اقتصادي بیه پرې کړي".

ټاکل شوې چې د پنجشنبې- زیارت په وځ به د نېټو د مشرانو غونډې ته د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي هم د وېډیو لینک له لارې آنلاین وینا کوي. ولسمشر زلنسکي تر دې غونډې مخکې ویلي، هیله لري چې غربي مشران به نه یواځې په روس نور بندیزونه ولګوي بلکې له اوکراین سره به مرستې هم زیاتې کړي.

د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ د شورو- چارشنبې په ورځ په برسلز کې خبري غونډې ته وویل، په اوکراین کې د روس جګړه "زموږ د امنیت لپاره یو نوی معمول دی" او وایي کېدای شي د نېټو مشران د پنجشنبې- زیارت د ورځې په غونډه کې له اوکراین سره نورې مرستې اعلان کړي:

"زه هیله من یم چې [د نېټو] مشران به پر دې خبره سلا شي چې د اتحاد په ختیځه برخه کې د پوځ له زیاتولو سره سره به په ټولو سیمو کې پر مځکه، په هوا او سمندر کې خپل حالت او دریځ پیاوړی کړي".

سټولټنبرګ وایي‌ لومړی ګام په بلغاریا، هنګري، رومانیا او سلواکیا کې د نېټو د څلورو نویو جنګي ډلو ځای پر ځای کول دي.

سټولټنبرګ خبري غونډې ته وویل، د نېټو مشران د روس له خوا د جوهري، کیمیاوي او نورو ګواښونو د مخنیوي لپاره د یو تړون اعلان هم وکړي:

"زه هیله من یم چې متحدین به مو د سایبر امنیت د مرستې په ګډون له اوکراین سره پر نورو اضافي پوځي مرستو هم سلا شي چې دا هېواد د کېمیاوي، بایولوجیکل، رېډیالوجیکل او اېټمي ګواښونو په وړاندې خپله دفاع وکړي".

د روس د تېلو او ګېسو صنعت د ځانګړې پاملرنې وړ دی چې د نېټو په غونډه کې به د نورو ممکنه بندیزونو په ترڅ کې ورته کتل کېږي.

یورپي اتحاد د روس 40 فیصده تېل اخلي چې له کبله یې په روس باندې د بندیزونو د اغېزو په اړه اندېښنې موجودې دي.

د جرمني چانسلر اولاف شولز د شورو- چارشنبې په ورځ وویل، هېواد به یې ډېر ژر په روسي مصنوعاتو خپله تکیه ختمه کړي، خو وایي که په سمدستي توګه دا کار وکړي نو جرمني او نور یورپ به له اقتصادي ځوړتیا (سوړبازارۍ) سره مخ شي.

د نېټو اتحاد د مشرانو غونډه په داسې وخت کې کېږي چې پر اوکراین د روس بریدونه لا هم روان دي. د شورو- چارشنبې په ورځ هم پر پایتخت کیف باندې توغندي ور ویشتل شوي چې پکې څلور تنه ټپیان شوي دي.

همدارنګه په چرنیهیف ښار کې روسي ځواکونو یو داسې پول نړولی چې له دې ښاره د خلکو د را ایستلو او اغېزمنو خلکو ته د مرستې د سامانونو د رسولو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

ملګري ملتونه وایي په تېره شاوخوا یوه میاشت کې چې روس په اوکراین بریدونه پیل کړي تر اوسه پورې تر 3.6 میلینه زیات کسان له اوکراینه کډه شوي دي او 6.5 میلینه نور کسان په هېواد کې دننه بې کوره شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG