واشنګټن ـــــ د نېټو د دېرشو غړو هېوادونو مشرانو په برسلز کې پر اوکراین د روس برید په څو لسیزو کې د یورپ امن ته تر ټولو ستر خطر بللی او له ولسمشر پوټینه یې غوښتي چې سمدستي جګړه ودروي او خپل پوځونه له دې هېواده وباسي.
د روس له خوا پر اوکراین د بریدونو تر پیلېدو یوه میاشت وروسته د نېټو اتحاد مشران پرون د بلجیم په مرکز برسلز کې سره کښېنستل او پر اوکراین د روسي یرغل د پای ته رسولو پر ممکنه لارو چارو یې خبرې وکړې.
نېټو وایي د روس عملیاتو ته په جواب کې یې خپل دفاعي پلانونه عملي کړي چې په بنیاد یې پر خپله ختیځه برخه د هوایي او سمندري اثاثو په ګډون خپل 40 زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي چې وایي خپله به یې نېټو څارنه کوي.
پخپل ګډ بیان کې نېټو ویلي روس دې جګړه سمدستي ودروي او پوځ دې له اوکراینه وباسي، همدارنګه یې پر بېلاروس هم ږغ کړی چې د مارچ پر دویمه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د اوکراین د جګړې په ضد منظور شوي قرارداد سره سم دې د روس له ملګرتیا لاس واخلي.
په بیان کې ویل شوي چې روس دې د ملګرو ملتونو د انصاف د نړیوال عدالت هغې پرېکړې ته غاړه کښېږدي چې د مارچ پر شپاړسمه یې کړې او سمدستي دې په اوکراین کې پوځي عملیات ودروي. وایي د روس بریدونه نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي.
د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ د اتحاد د مشرانو تر غونډې وروسته رسنیو ته وویل، دوی په غونډه کې پر دې خبره سلا شول چې له اوکراین سره به نورې مرستې هم کوي او روس به د جګړې له کبله له نورو بندیزونو سره مخ کړي. ښاغلي سټولټنبرګ وویل:
"نېټو مشرانو وویل چې له اوکراین سره به د خپلې دفاع لپاره د هغوی د بنیادي حق په توګه مرسته کوي. متحدین به مو اوکراین ته د ټېنک ضد وسلو، هوایي دفاعي نظام او ډرون په ګډون د پام وړ پوځي وسایل استوي او همدارنګه مناسبې مالي او بشري مرستې به هم ورسره کوي".
نېټو پخپل بیان کې د اوکراین ستاینه کړې چې وایي د روس په وړاندې یې په زړورتیا خپله دفاع کړې ده. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د نېټو مشرانو غونډې ته د وېډیو لینک له لارې وویل، اوکراین د خپل پوځ زور وښوو، خو وایي دا اوس په نېټو پورې اړه لري چې وښیي د نړۍ تر ټولو ځواکمن دفاعي اتحاد دی:
"مهرباني وکړئ د روس په ضد تر یوه میاشتني اوږد جنګ وروسته موږ ته دا مه وایئ چې موږ د نېټو په معیار پوره نه یو، موږ خپل زور ښکاره کړ چې موږ د یورپ او د نړۍ د شریک امن لپاره څه کولای شو، خو اوس به نېټو ته ښودل وي چې دغه ایتلاف د خلکو د ژغورنې لپاره څه کولای شي".
نېټو اتحاد پخپل ګډ بیان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پر عامو خلکو د «خونړیو» بریدونو غندنه کړې او وایي په دې اړه به له نورې نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي چې له هغو کسانو سره حساب وشي چې د جنګي جرمونو په ګډون یې بشري سرغړونې کړې او نړیوال قوانین یې تر پښو لاندې کړي دي.
نېټو ویلي چې د روس له خوا پر اوکراین د هر ډول کېمیاوي او اېټمي وسلو کارول ورته د منلو وړ نه دي او وایي که دا کار وکړي نو له سختو نتایجو سره به مخ شي. د امریکې ولسمشر جوبایډن د نېټو تر غونډې وروسته په دې اړه وویل:
"موږ به جواب ورکړو، که [پیوټن اېټمي وسله] وکاري. جواب به په هماغه اندازه وي چې په کومه اندازه [اېټمي وسله] استعمالوي".
نېټو وایي دوی د اوکراین د جګړې له کبله په دې هېواد کې د جنسي تشدد او انساني قاچاق د زیاتېدونکي خطر په اړه ژوره اندېښنه لري او په روس باندې یې ټینګار کړی چې بشري مرستو او خلکو ته خوندي لاره ورکړي.