لاس رسیدونکی لینک

 
امریکې او يورپ د طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې جينکۍ يې د تعليم د حق نه محرومه کړي
تازه خبر

امریکې او يورپ د طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې جينکۍ يې د تعليم د حق نه محرومه کړي


د امریکې، برتانیې، کېنېډا، فرانس، اټلي او ناروی د بهرنيو چارو وزارتونو په ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو دغه پرېکړه غندلې چې د جينکو دپاره یې سکولونه/ ښوونځي تړلي او د طالبانو نه يې غوښتي چې خپله پرېکړه په سمدستي توګه بيرته واخلي او سکولونه پرانيزي.

په 23 مارچ طالبانو د افغانستان په یخو سیمو کې د هلکانو او جينکو د ثانوي درجې سکولونه د اوو میاشتو وروسته خلاص کړي وو، او ګڼ شمېر جينکۍ چې سکولونو ته ورغلې خو لا دوی خپل درسونه پېل کړي نه وو چې سکولونو ته امر وشو د شپږم ټولګي نه بره جینکۍ دې بېرته کورونه ته ولېږل شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت لخوا په 24 مارچ په شريکه خپره کړی شوې اعلاميه کې ويل شوي، مونږ په شریکه د طالبانو دغه پرېکړه غندو چې په 23 مارچ يې جينکۍ د سکولونو بيرته ليږلي دي.

په اعلاميه کې ویل شوي چې د طالبانو دغه عمل د افغانستان ولس او نړيوالې ټولنې ته د ورکړي يقين سره په ټکر کې دی.

په ګډه اعلاميه کې زياته کړی شوې، مونږ ټول په طالبانو غږ کوو چې په سمدستي ډول خپله پرېکړه بيرته واخلي، کومه چې به په افغان جينکو بدې اغېزې ولري.

ویل شوي د طالبانو دغه عمل په ټولنيز کچه د يو والي، او اقتصادي امکاناتو، په قومونو کې د احترام د غړي جوړېدو د خواهش، او د بهر څخه بيرته افغانستان ته ستنېدونکو باندې هم ښې اغېزې ونه لري.

د دې ترڅنګ ويل شوي دا پرېکړه به د افغانستان نه بهر د طالبانو په سياسي ملاتړ هم اغېزې وکړي.

دغو هيوادونو ويلي، د هر افغان وګړي، هلک او جينۍ، سړي او ښځې يو شان حق دی چې د ملک په هره صوبه کې په هره کچه تعلیم ترلاسه کړي.

باختر دولتي خبري اژانس ويلي، د طالبانو د تعليم وزارت د نجونو د درسونو د ځنډېدو لامل په دې اړه «د شریعت او افغاني دود او کلتور مطابق» طرحې جوړول یاد کړي دي:

"کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيابه مکاتبو او ليسو ته رسماً خبر ورکول شي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG