واشنګټن - په اسرايل کې د ګل- دوشنبې په ورځ د اسرايل، امريکا، متحده عرب امارات، بحرين، مراکش او مصر خارجه چارو وزيرانو د هغو کوښښونو يادونه وکړه چې په منځني ختيځ کې د خپل منځي تعلقاتو د ښه کولو د پاره روان دي او د غونډې نه دا هم څرګنده شوه چې د عربو او اسرايل اړيکې په تېزۍ سره په ښه کېدو دي.
د امريکا د خارجه چارو وزير اينټني بلینکن د غونډې سر ته د رسېدو وروسته يو ګډ خبري کانفرنس ته وويل “څو کاله وړااندې دا تصور هم نه شو کېدلی چې دا ناسته به امکان ولري”.
د نېګيو غونډه په کال 2020 کې د عرب امارات، بحرين او مراکش سره د اسرايلو د تعلقاتو د ښه کولو يوه لړۍ ده او د اسرايلو وزير خارجه يرليپېډ ويلي دا خبرې اترې به په دوامداره توګه روانې وي.
بلېنکن په خپله وينا کې د 2020 د لوظنامو په ترڅ کې د ښه شوې سفارتي او اقتصادي ملګرتيا ذکر وکړو چې پکې په تعليم او صحت کې پرمختيا شوې.
هغه وويل “امريکا مخکې هم کړې او بيا به هم ټينګه هڅه کوي چې د سيمې د حالاتو په بدلون کې ملګرتيا وکړي”.
وزيرانو په دې تاريخي غونډه کې د نورو شخړو په اړه هم خبرې وکړې چې پکې د ايران سره د ايټمي لوظنامې د بيا په ځای کولو او د روس خلاف امريکې ته د اوکرين د مقاومت د پاره د نورو مرستو ورکولو غوښتنه وشوه.
ليپېډ وويل “د غونډې ګډونوال يو تاريخ جوړوي. دا نوی جوړښت او شريک استعدادونه زمونږ ګډ دښمنان وېروي او مخه یې نیسي چې په سر کې يې ايران او د هغه لاسپوڅي دي”.
د بحرين وزير خارجه عبدالطيف بن راشد الزياني وويل څومره هېوادونه چې په دې کوښښونو کې لګيا دي دوی ته د يو بل احترام پکار دی چې د ټولو د امنيت او سوکالۍ د پاره کار وکړو:
“ټولې سيمې ته به د دې مظاهره کول پکار وي چې په شريکه کار کولو کې څه څه لاس ته راوړنې کولی شو”.
د متحده عرب امارات وزير خارجه شيخ عبدالله بن زيد النهيان د کال 1979 د مصر او اسرايل تر منځ د شوې امن لوظنامې يادونه وکړه او ويې ويل د هغې لوظنامې او د کال 2020 د لوظنامې تر منځ د 40 کالو نه زياته موده تشه پرته ده.
هغه وويل اوس وخت راغلی چې زړه بيانيه بدله کړو او په شريکه يو نوی راتلونکی ولرو چې د مظبوطو تعلقاتو په اساس وي.