لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مېډيا ادارې: طالبان د مېډيا او د ټولنيز يووالي په اړه کړې ژمنې نه پوره کوي


AFGHANISTAN-UNREST-MEDIA
AFGHANISTAN-UNREST-MEDIA

واشنګټن - د افغان طالبانو دا پرېکړه چې بهرني ميډيا چينلونه په افغانستان کې د معلوماتو خورولو نه منع کړي نړيوال غبرګون راپارولی چې پکې د نورو سره سره د وايس اف امریکا خورونې هم دي.

د امريکا قانون سازانو او د بشري حقونو کارمندانو د دې پرېکړې غندنه کړې او وايي په ميډيا او د جينکو په تعليم بندیز ښيي چې طالبانو افغانستان په غلطه لار روان کړی.

د اتوار- یکشنبې په ورځ طالبانو ځايي چينلونو ته امر کړی چې د وايس اف امریکا، بي بي سي او د جرمني ډوچه وېلې خورونې دې يو دم وتړي.

د طالبانو وياند انعام الله سمنګاني د فيصلې دفاع کړې او وايي ځکه يې داسې کړي چې د خورېدونکو موادو په ودرولو يې نور څه وس نه لرلو.

سمنګاني مېډيا ته ويلي بهرنۍ مېډيا د طالبانو قانون نه مني او د هغه په وينا “د دوی کارمندان داسې لباس اغوندي چې د اسلام د حکمونو خلاف دی او په ځينو وختونو کې داسې خورونې کوي چې زمونږ د ملي ګټو او امنيت خلاف وي”.

ځايي چېنلونه د بهرنۍ ميډيا د موادو د خورولو منع کول په يوه اوونۍ کې پس له هغې وشول چې طالبانو کم نه کم اوه خبريالان په دې ونيول چې هغوی د طالبانو د بندیز خلاف د ساعت تېري پروګرامونه کول او لا يې د طالبانو د جينکو په تعليم د بندېز په اړه خبرونه خورول.

تېره اوونۍ طالبان د خپلې ژمنې په شا شول چې اعلان يې کړی وو جينکۍ به لوړې زدکړې کوي او ښوننځي به ورته خلاصوي خو اوس وايي تر هغې به جينکۍ سکولونو ته نه پرېږدي تر څو يو اسلامي نصاب د اسلام د قانون سره سم اجرا کړي.

د امريکا د پارلمان د خارجه چارو کمېټۍ د رېپبلېکن ګوند غړی مايکل ميک کال وي او اې ته وايي په مېډيا بندیز حيرانوونکی نه دی او زياتوي “په ميډيا د طالبانو بندیز بوږنوونکی دی خو بد بختانه حيرانوونکی نه دی”.

هغه وايي “مونږ يو ځل بيا وينو چې طالبان خپل اصلي رنګ ښيي. امريکا ته د ازادې مېډيا ملاتړ پکار دی چې په مېډیا د طالبانو د بندیز او د بشري حقونو نه د سرغړونې لاره ونيسي”.

د امريکا د خارجه چارو وزارت هم په يو بيان کې د بندیزونو غندنه کړې او ويلي يې دي “دا يو يو کار لړزوونکی دی خو په ټوله کې طالبان د هغو کړو ژمنو پوره کولو ته تيار نه دي چې د افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره يې کړي دي”.

په بيان کې ويل شوي “تعليم او د اظهار ازادي د هر افغان بنيادي بشري حق دی. دا غربي اقدار نه دي او نه نړيوالو ته کوم رعايت ورکول دي. دا بشري حقونه دي او دا د طالبانو د خواهش سره سم د افغانستان د يو باثباته ټولنې د پاره ضروري دي”.

د وي او اې او نورو رسنيو په خورونو د بندیز په اړه ادارې طالبانو ته ويلي لاره دې بدله کړي او د وي او اې ډایرکټر يولانده لوپېز وايي “طالبان چې د کومو موادو په خورولو بندېز لګوي د اظهار د رایې ضد عمل دی او دا د افغان ولس په ځان پېرزو نه ده”.

وي او اې په پښتو او دري ژبه په «طلوع» او «شمشاد» ټيليويژنونو په اوونۍ کې پينځه ورځې نيم نيم ساعت نشريات کوي.

لوپېز وايي “مونږ په دې زړه ماتي شوي يو چې طالبانو په ملک کې زمونږ د خورونو په انډيوالانو بندیز لګولی. مونږ ژمن يو چې وي او اې به په دوامداره توګه افغان ولس ته ريښتيا معلومات رسوي”.

وي او اې د سيټېلايټ، رېډيو، انټرنیټ او سوشل مېډيا د لارې افغانستان ته خپل نشريات خوروي.

د نهې- سېشنبې په ورځ وي او اې د يو 24 ساعته چالان سيټېلايټ لګول اعلان کړل چې په افغانستان کې به کور په کور پرې خلک د ډیش د لارې کولی شي د پښتو او دري خبرونه وګوري.

په دې به د وي او اې اشنا ټيليویژن خبرونه او د ښځو خورونه «اتصال» هم خوريږي. اداره پلان لري چې په افغانستان کې په موسيقۍ بندیز دی چې د خلکو د ساعت تېري د پاره د موسيقۍ بندوبست هم وکړي.

لوپېز په خپل بيان کې ويلي “سره د دې چې طالبان کوښښ کوي د مېډيا ازادي ختمه کړي خو وي او اې د افغان ولس سره ده چې ورته ريښتيا او د باور وړ معلومات ور ورسوي”.

د طالبانو دا عمل د جرمني د ډوچه وېلې ډایرکټر جنرل پيټر لېمبورګ هم وغندلو او وايي “حقيقت دا دی چې اوس طالبان د ادارې نشريات د ځايي ملګرو چينلونو د لارې خورول مجرمانه ګڼي او دا د افغانستان د ترقۍ مثبته لاره نه ده”.

هغه وويل “ازاده مېډيا ډېره اړينه ده او مونږ ژمن يو تر امکانه هر هغه څه وکړو چې افغان ولس ته ازاد معلومات د انټرنیټ او سوشل مېډيا د لارې ورسوو”.

د بي بي سي د ژبو د څانګې مشر تارېک کفاله په خپل بيان کې ويلي د ځايي چينلونو نه يې نشريات لرې کړل شوي چې په پښتو، ازبکي او فارسي ژبه کېدل او زياتوي “دا په يو غير يقيني او غير مستحکم وخت کې د افغانستان د ولس د پاره د انديښنې خبره ده”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG