لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس او اوکراین خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، بایډن اوکراین سره نوره 500 میلین ډالر مرسته اعلان کړه


واشنګټن ــــ روس وایي له اوکراین سره یې د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، بل لور ته اوکراین ولسمشر له جوبایډن سره د امریکې پر دفاعي او بشري مرستو او همدارنګه پر روس د نورو بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکې ولسمشر جوبایډن له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلنسکي سره د شورو- چارشنبې په ورځ شاوخوا یوه ګنټه خبرې وکړې او له اوکراین سره د امریکې او د خپلو اتحادیانو او ملګرو پر پوځي، اقتصادي او بشري مرستو او په روس باندې د نورو بندیزونو په اړه یې بحث وکړ.

سپینې ماڼۍ په دې اړه په خپاره کړي بیان کې ویلي، دواړه مشران پر دې وږغېدل چې امریکا څنګه د امنیتي مرستو په برخه کې د اوکراین د غوښتنو په تر سره کولو باندې کار کوي.

ولسمشر جوبایډن ولادیمیر زلنسکي ته ویلي،‌ امریکا اراده لري چې د اوکراین حکومت ته 500 میلینه ډالر د مخامخ بجټ د مرستې په توګه ورکړي.

که څه هم په ترکي کې د اوکراین او روس تر منځ په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی خو ماسکو وایي په اوکراین کې د جګړې د ختمېدو په خاطر د سولې د خبرو هرکلی کوي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د شورو- چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته ومنل چې وایي‌ اوکراین ورته په استنبول کې د خبرو په پیل کې خپلې غوښتنې په لیکلې بڼه وړاندې کړې دي.

د اوکرایني صدر د دفتر یو مرستیال وایي، د نهې- سه شنبې په مذاکراتو کې دواړو اړخونو اوکراین ته د نړیوال امنیتي ضمانت د ورکولو په ګډون د ډزبندۍ پر ممکنه شرطونو خبرې وکړې.

د اوکراین چارواکو پرون رسنیو ته وویل، روس خپله هغه ژمنه ماته کړې چې خپل پوځي عملیات به ځنډوي او وایي د روس پوځ د اوکراین د پلازمېنې کییف او شمالي ښار چرنیهیف په شاوخوا سیمو د توغندیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د کییف د پوځي ادارې مشر الیکزانډر پاولیوک د چارشنبې- شورو په ورځ وویل د پلازمېنې په شاوخوا کې د بوچا، بروواري او ویشورود په سیمو کې د استوګنې پر سیمو او ملکي تاسیساتو د روسي پوځ 30 توغندي لګېدلي دي.

د اوکراین مرستیاله وزیراعظمه ایرینا ویرشچوک وایي، روسي ځواکونه باید د چیرنوبیل د ایټمي پلانټ له سیمې ووځي ځکه اوکرایني ځواکونو خبرداری ورکړی چې هلته د چاودېدونکو موادو د چاودنې خطر دی.

ایرینا ویرشچوک په خپل تازه پیغام کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې سمدستي دې د چیرنوبیل د سیمې د غیر پوځي کولو لپاره اقدام وکړي او یو ځانګړی پلاوی دې وګوماري چې د پخوانۍ ایټمي غمیزې د بیا تکرارېدو مخه ونیسي.

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي ملګرو ملتونو د مارچ په ۳۰ مه د بشري حقونو درې کارپوهان وګومارل چې په اوکراین کې د ممکنه جنګي جرمونو او نورو سرغړونو په اړه پلټنه وکړي.

په یوه بیان کې ویل شوي، دغه خپلواکه کمېټه دنده لري چې د روسي فډرېشن لخوا د اوکراین په وړاندې د تېري په حال کې د بشري حقونو ټولې ادعا شوې سرغړونې او له نړیوال بشردوستانه قانونه سرغړونه او اړوند جرمونه وڅېړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له نړیوالو غوښتي له اوکراین سره د ملاتړ لپاره دې په راتلونکې نړیواله غونډه کې ګډون وکړي، چې هدف یې د اوکراین د جنګ ځپلو خلکو لپاره فنډ راټولول دي.

د روس د دفاع مرستیال وزیر الکزنډر فومین وايي، هېواد به یې د سولې په خبرو کې د دوه اړخیز باور د ټینګولو په خاطر هڅه وکړي چې په اوکراین کې خپل پوځي عملیات څو برابره راکم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG