تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: که ترکي د جمال خاشقجي مقدمه سعودي ته لېږي‌ نو مجرمان بچ کوي

واشنګټن ـــ د ترکي سرکاري وکیل د سعودي عرب د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي په قتل کې د تورنو ۲۶ سعودي وګړو مقدمه د هغوی په غېر موجودګۍ کې ځڼدولې او سعودي عرب ته یې د دغې مقدمې د استولو خواست کړی، چې ورسره په دغه قتل کې د تورنو مجرمانو د جرم پټولو اندېښنې پېدا شوي دي.

په ترکي کې د ججانو يوې ډلې د سرکاري وکیل په دغه خواست فېصله نه ده اورولې، خو ويلي يې دي‌ چې په دې لړ کې به د ترکي د انصاف وزارت ته د رایې اخیستلو د پاره خط استول کېږي چې آيا دغه مقدمه سعودي عرب ته واستوي او که نه.

د ترکي سرکاري خبري ایجنسۍ آنادولو وايي دغه مقدمه کې به بله اورونه په اووم اپرېل کېږي.

دا پرمختګ په داسې حال شوی چې ترکي د سعودي عرب سره اړيکې سمول غواړي چې په کال ۲۰۱۸م کې د اکتوبر په مياشت کې د خبريال خاشقجي د وژل کېدلو سره ډېرې زيانمنې شوې وې.

د ترکي خارجه وزير مېولوت چاوشوغلو د زيارت- پنجشنبې په ورځ په يوه مرکه کې ويلي، سعودي چارواکو په دغه مقدمه کې د عدالت سره ډېره مرسته کړې خو نوموړي د دغو مرستو تفصيل نه دی ورکړی.

د ترکې سرکاري وکیل سعودي عرب ته د دغې مقدمې د استولو په اړه وویل، د سعودي عرب مشر سرکاري وکیل د مارچ په ۱۳ مه د ترکي نه په يو خط کې خواست کړی وو چې ترکي دې دغه مقدمه سعودي عرب ته وسپاري او د دغې مقدمې د دفاع کوونکو وکیلانو نه دې ترکي نړيوال خبرداري هم پورته کړي.

نوموړي زياته کړې چې د ترکي نه د ملزمانو د نيولو کار نه شي ‌عملي کېدی او تر هغې به دغه مقدمه په ترکي کې د ځنډ ښکار وي چې تر څو دغه کسان عدالت ته نه وي مخامخ شوي.

د بخښنې نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل په ترکي زور راوړی چې دغه مقدمه دې په ترکي کې روانه وساتي‌ او اندېښنه يې څرګنده کړې که ترکي دغه مقدمه سعودي عرب ته ورکړه نو دا به داسې وي چې ترکي ښه په رضا سلا د دغو مجرمانو په بچ کولو کې لاس لري.

د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي چنغلې هېټس سېنګېز هم د زيارت- پنجشنبې په ورځ په يو ټوېټ کې د ترکي د سرکاري وکیل په دغه خواست سختې نيوکې کړي چې دغه خواست د بشري اقدارو د سرغړونو يو ښکاره مثال دی، چې د دنياوي ګټو دپاره دې د يو انسان قتل پټ کړی شي.

سعودي خبريال جمال خاشقجي په کال ۲۰۱۸م کې د اکتوبر په ۲مه نېټه د ترکي په استنبول ښار کې د سعودي عرب کونسلګرۍ ته د خپل واده د کاغذونو برابرولو دپاره ورننوتلی وو او دغلته نه ورک شوی.

د هغه ترکۍ چنغلې هېټس سېنګېز هغه ته د سعودي عرب د کونسلګرۍ نه بهر انتظار کاوه خو هغه بېرته را ونه وتلو.

د ترکي چارواکي تور لګوي چې خاشقجي د سعودي عرب د استخباراتو يوې ډلې هم دغلته وژلی او بيا يې د هغه لاش ورک کړی دی، خو سعودي چارواکي دغه تور ردوي او وايي‌ د خاشقجي مرګ يوه حادثه وه.

XS
SM
MD
LG