واشنګټن ــــ د افغانستان په هرات ولایت کې په ځايي وخت مازیګر ناوخته د لوبو په یو میدان کې چاودنه شوې، چې د وروستیو معلوماتو له مخې 12 تنه پکې وژل شوي او شاوخوا 25 نور پکې ټپیان شوي دي.
رپوټونه وايي چاودېدونکي مواد د لوبو په یوه میدان کې تر خاورو لاندې ایښودل شوي وو، چې د چاودنې له کبله یې په لوبو بوخت ځوانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د هرات ځایي طالب چارواکو تر چاودنې وروسته لومړی د جمعې په ماښام ناوخته ویلي چې په هرات ولایت کې د چاودنې له کبله پینځه تنه وژل شوي دي او شل تنه ټپیان شوي دي.
خو وروسته د وژل شویو شمېر زیات شوی دی. طلوع نیوز د هرات د روغتیا چارواکو له خولې پر ټویټر لیکلي چې د وژل شویو شمېر 12 شوی او ټپیان 25 دي.
د افغانستان باختر خبري ایجنسۍ د هرات د اطلاعاتو او کلتور ادارې د مشر نعیم الحق حقاني له خولې ویلي دی چې په چاودنه کې ټپيانو تنه ټپیان شوي دي.
د فرانس پریس خبري ایجسنۍ د خبر له مخې ټپیان د هرات ځایي روغتون ته وړل شوي او ویل کېږي چې په پېښه کې وژل شوي او ټپیان اکثر شیعه مسلمانان دي.
د دې چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
په تېرو کلونو کې به طالبانو د روژې میاشتې په را رسېدو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپل بریدونه زیاتول خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه ډول پېښو ذمه واري داعش خراسان ډله پر غاړه اخلي.
د طالبانو مرکزي حکومت تر اوسه د دې چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا چاودنه پرون په داسې وخت کې شوې چې خلکو روژې ته تیارۍ کولې او نن په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ ده.