واشنګټن - ويکالي د سوشل مېډيا يوه مقبوله چينايي څېره ده او خپلو نزدې 1.4 ميلين فالورز ته وايي هغه يوه لايف بلاګر ده، د خوراک شوقينه ده او څنګه کولی شي خپلو خوښوونکو ته په چين کې په اسانه د ګرځېدو چل وښيي.
په جنورۍ کې هغې په فېسبوک او يوټيوب په يوه وېډيو کې ويلي “د خپل لېنز د لارې تاسو په ټول چين کې ګرځوم او تاسو ته د ويکا ژوند هم در ښيم” .
خو دغه لېنز ممکن ده د چين د سرکاري ټيليويژن نیټورک سي جي ټي اين په کنټرول کې وي ځکه چې هغه په دوامداره توګه په پروګرامونو کې برخه اخلي او د کمپنۍ په ويبسايټ يې نوم د ډېجېټل رپورټرانو په نوملړ کې شامل دی.
ويکا لي خپل فالوورز ته وايي “دا ټول چينلونه يې پخپله جوړ کړي” خو د هغې د فېسبوک اکاونټ ښيي چې کم نه کم نهه تنه د هغې پاڼه چلوي.
د ايسوسييټېډ پريس پلټنې ښيي د اکاونټونو تفصيل يوه بېلګه ده چې په امريکايي سوشل مېډيا د چين زياتېدونکی اثر رسوخ په ګوته کوي.
چين د خپل مظبوط اقتصاد د نور غزولو د پاره د سوشل مېډيا د ايکوسېسټم نه کار اخلي او يو داسې نیټورک يې جوړ کړی چې د سوشل مېډيا مقبول شخصيتونه په خپلو پوسټونو او ورچول لاکسټېپ کې د چين ستاينې کوي، د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د چين دفاع کوي، په نړيوال سياست کې د چين د دريځ ملاتړ کوي چې د روس او اوکراين په شخړه کې څرګنده ده.
د چين د رياستي مېډيا ځينې رپورټرانو خو ځان په اينسټاګرام او بلاګ ليکلو کې ډېر مقبول کړی هم دی او چين داسې کمپنۍ هم په کرايه نيولې دي چې مقبوله څېرو ته د دې د پاره پيسې ورکوي چې د محتاطو پيغامونو د لارې په سوشل ميډيا د چين په اړه ښه تاثر پيدا کړي.
چين د غربي نړۍ د يوې طبقې نه هم ګټه پورته کوي چا چې د يوټيوب چينلونه او ټوېټر فيډز دې ته ځانګړي کړي چې د چين ملاتړ وکړي، هغه که د ايغور مسلمانانو سره د سلوک خبره ده او که د اولمپين ايلين ګو خبره وه چې امريکايي دی خو د چين د غاړې يې د ژمي په سياليو کې برخه اخیستې وه.
د ميبورو کمپنۍ د تحقياتو تر مخه په نړۍ کې په سوشل مېډيا کم نه کم 200 داسې اثر لرونکي فعاله دي چې لا خو د چين حکومتي خلک دي او لا يې رياستي مېډيا سره تعلق دی چې په 38 ژبو کار کوي.
د ميبورو صدر او د ايف بي اي پخوانی ايجنټ کلېنټ واټس وايي “ته يې ليدلی شې څنګه دوی په دې هېوادونو کې هر څوک متاثر کوي. کله چې اورېدونکو ته په دومداره توګه يوه بيانيه ور رسوې نو د وخت سره يې خلک ريښتيا ومني”.
د دې يو مثال په اوکرين د روس يرغل هم دی چې نړۍ دا ګام وغندلو او د جمهوريت ضد کار يې وبللو خو لي جېنګ جېنګ په يوټيوب خپلو 21,000 سبسکرايبرز ته د روس د پروپېګنډې او د غلطو دعوو معلومات خورول او تر دې يې وويل چې امريکا او نېټو روس دې ته غصه کړو چې په اوکراين ورشي.
لي جېنګ جېنګ په يوټيوب ځان د يوې سيلګرې، قيصه ګو او ژورنالسټې په توګه معرفي کوي خو هغه په خورونو کې دا نه څرګندوي چې هغه د رياستي ميډيا سي جي ټي اين سره رپورټره هم ده.
ويکا لي او لي جېنګ جېنګ دواړو وي او اې ته د هغوی په اړه شوو پوښتنو ته ځواب ونه ويلو.