لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چيف جسټس: هڅه کوو چې نن د سپيکر د رولنګ په قضيه کې فېصله واورول شي


د پاکستان په ستره محکمه سپريم کورټ کې نن په څلورمه ورځ د سپیکر په رولنګ يا د بې باورۍ د تحریک د قرارداد مسترد کولو په اړوند اورېدنه روانه ده، او چيف جسټس عمر عطا بنديال ویلي، هڅه کوي چې نن په دغه اړوند فېصله واوروي.

په (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.

مخالفه ګوندونو دغه ګام ته غېر اييني ويلي او دغه مسله يې سپريم کورټ ته وړلې ده.

سپريم کورټ په دغه اړه د خپله انده/ از خود نوټس اهم اخستی وو.

نن د تحریک انصاف ګوند وکیل بابر اعوان خپل دلايل عدالت ته وړاندې کوي.

د ځايي ميډیا ترمخه بابر اعوان ويلي، هغه ډېرې خبرې په ښکاره نه شي کولی، او په خط کې دومره ويل شوي چې که عدم اعتماد ناکامه شو، د ملک سره به دا دا وشي، او د بهرني سازش خبره يې کړې ده.

د ځايي ميډيا ترمخه د ججانوپه پينځه کسيزه بنچ کې شامل جسټس جمال مندوخېل بابر اعوان ته ويلي، ته د سياسي ګوند وکيل يې، د سپيکر په رولنګ خبره پکار ده.

پرون د پيپلز ګوند رضا رباني عدالت ته خواست کړی وو چې عدالت دې د سپيکر رولنګ غېر اييني وګرځوي، او د قومي سلامتي کونسل د غونډې نکات او مشکوک خط دې عدالت را وغواړي، د سپيکر رولنګ دې غېر قانونه وګرځوي او ايين دې بحال کړي.

د حکومت مخالفه ګوندونو د پوځ نه سپيناوی هم غوښتی چې د ملي امنيت د کونسل په غونډه کې د بهرني سازش په اړه خپل دريځ وړاندې کړي.

مخالفه ګوندونو دغه سپيناوی په داسې حال کې غوښتی چې وزیراعظم عمران خان دعوه کړې مخالفه ګوندونو د بهرني هيواد (امریکې) په سازش د هغه پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی، خو امریکې دغه تور رد کړی دی.

بل لور ته صدر عارف علوي الېکشن کمېشن ته خط ليکلی او ورته يې په 90 ورځو کې د انتخاباتو د تيارۍ کولو ويلي دي.

د قومي اسمبلۍ د ماتولو وروسته عمران خان د انتخاباتو د تيارۍ ويلي، او د مخالفه ګوندونو مشر شهباز شريف ته د موقتي/ نګران وزيراعظم د نوم ورکولو هم ویل شوي خو مخالفه ګوندونه وايي اول دې د بې باورۍ په تحریک د سپيکر په رولنګ سپریم کورټ فېصله واوروي، بيا به نورې خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG