لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د اوکراین سره د پوځي مرستو په لړ کې د نور  ۱۰۰ میلینه ډالرو امداد اعلان کړی


واشنګټن ــــ په برسلز کې نن د نېټو د دوه ورځنۍ غونډې وړاندې امریکا د اوکراین سره د پوځي مرستو په لړ کې د ۱۰۰میلینه ډالرو امداد اعلان کړی. د نېټو سیکرټري جنرل د غونډې وړاندې ویلي اتحاد به د اوکراین سره انساني، مالي، پوځي او سایبر مرستې نورې زیاتوي.

د امریکا خارجه وزیر اینټني بلینکن د پوځي امداد په وخت ویلي د روسي ځواکونو له خوا په اوکراین د خلکو په ظالمانه ډول وژنو نړۍ حېرانه او پرېشانه کړې ده.

اینټني بلینکن ویلي دي اوکراین په بهادرۍ سره د خپل هېواد د دفاع او ازادۍ لپاره هڅې جاري ساتلې او امریکا به په ثابت قدمۍ سره د خپلو اتحادیانو او شراکت دارانو په مرسته د اوکراین د خپلواکۍ او علاقايي سلامتیا لپاره ولاړ وي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي د نهې- سېشنبې په ورځ ویلي یوکراین ته به د فوري ضرورت په توګه د جېولن اینټي ټېنک نظام ورکوي کوم چې دوی له وړاندې نه د هېواد دفاع د پاره کاروي.

د نېټو سیکرټري جنرل ین سټالټنبرګ نن او سبا ته کېدونکې د نېټو د خارجه وزیرانو تر غونډې وړاندې ویلي چې تمه لرې اتحادیان او شراکت دار به د جارجیا، بوسنیا او هرزګوینا د دفاع لپاره هم فیصله وکړي څوک چې د روس مداخلت د خطرو سره مخ دي.

د وایټ هاوس ویاندې جېن ساکي ویلي چې امریکا به د جي سېون او اروپايي هېوادونو سره په همکارۍ نن د شورو- چارشنبې په ورځ په روس نور داسې بندېزونه اعلان کړي چې ددغه هېواد مالي، اقتصادي او تکنیکي لارې به بندې کړي.

د یورپي یونین صدر چارلس مایکل هم نن ویلي چې د بندېزونو په نوي پېکېج کې د روس په کویله او راتلونکي کې په فوري توګه ددغه هېواد په تېلو او ګېس به نور بندېزونه په ځای کړی شي.

د اوکراین د دفاع وزیر به هم غونډې ته وینا کوي، ددې ترڅنګ د اوکراین صدر ولادي میر زلنسکي پرون د یو وېډیو پیغام په وخت ویلي چې نړۍ په بوچا کې د روسي ځواکونو ظلمونه ولیدل او دغې پېښې نړۍ دې ته هڅوي چې په روس بندېزونه نور سخت کړي.

زلنسکي ویلي چې په دې لړ کې یې د غربي نړیۍ د مشرانو سره خبرې هم شوې دي. هغه پرون د سلامتي کونسل غونډې ته ویلي وو چې روس ته دې ووايي که جنګي جرمونه کوي نو د نړۍ له خوا د ګامونو سره به مخ شي.

هغه د سلامتي کونسل عونډې ته ویلي وو تاسو تیار یئ چې د ملګرو ملتونو دفتر دې بند شي ؟ او دا چې ګنې دا وخت نړیوال قانون له منځه تللی؟ که ستاسو ځواب نا وي نو بیا باید د ملګرو ملتونو د چارټر مطابق د روس خلاف فوري ګامونه پورته کړی شي.

ولاديمیر زلنسکي په دغه مهال هغه وېډیوګانې هم ښکاره کړې چې په حقله یې ویل شوي روسي پوځ په بوچا کې په بې رحمانه ډول انساني وژنې کړي دي.

خو د روس استازي دغه وېډیوګانې رد کړې البته ویې منله چې روسي ځواکونو ته په پېش قدمۍ کې مشکلات دي‌ چې په دغه وخت عام خلک زیانمن شوي دي.

ملګرو ملتونو په خپل رپورټ کې ویلي چې د اوکراین په جنګ کې تراوسه د 121 ماشومانو په شمول 1480 کسان مړه شوي او تر لسو میلینو زیات بې کوره شوي چې 4.2 میلینه د کډوالو په کېمپونو کې دي.

XS
SM
MD
LG