لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې عملیات،دوه پوځیان اؤ دوه ترهګر وژل شوي


دبلوچستان په مشکئ سیمه کې ترهګرو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي اؤ یو بل عسکر ژوبل شوی دی.

دپوځ ویانده اداره ایي ایس پي ار وایي دامنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه ترهګر هم وژل شوي اؤ دهغوئ نه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي دي.

دجمعې په ورځ دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار خپل بیان کې ویلي دغه عملیات د زیارت اؤ جمعې په منځ شپه دپټو اطلاعاتو په اساس په مشکئ سیمه کې شوي دي.

پوځ عملیاتو کې د دوؤ عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی اؤ دهغوئ پیژندګلو یې د نایک تاج محمد اؤ سپاهي اسامه په نومونو سره کړې ده.

پوځ منلې چې عملیاتو کې یو عسکر ژوبل شوی هم دی خو وایي‌ په دغه مهال نښته کې دوه ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ د ولکې نه چاودیدونکي مواد اؤ وسلې ترلاسه شوې دي.

دایي ایس پي ار بیان کې راغلي چې پوځ بلوچستان کې دامن،ثبات اؤ پرمختیا دتالاترغۍ کولو دهڅو په وړاندې مبارزې ته هوډمن دی

په دې وروستیو کې چې په افغانستان کې دطالبانو حکومت رامنتځته شوی رپورټونه وایي چې دپاکستان قبایلي ضلعو اؤ بلوچستان کې په امنیتي عسکرو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده.

د فرورۍ د میاشتې په پیل کې دبلوچستان په نوشکي اؤ پنجګور سیمو کې په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي وؤ چې پوځ پکې دنهو عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی ؤ خو ددغو بریدونو ذمه وارۍ قبلونکې بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي بیا دعوه کړې وه چې بریدونو کې دپوځ ۱۹۵عسکر وژلي دي.

بلوچستان لبریشن ارمي بیا د وروستیو بریدونو په اړه خپله جاري کړې اعلامیه کې ویلي وؤ چې دوئ دبلوچستان دحقونو لپاره جنګیږي اؤ ددې توان لري چې دهیواد هره برخه کې دپوځ وینې توئ کړي.

دغه بیلتون غوښتونکې ډلې خپله اعلامیه کې په پوځ غږ کړی ؤ چې له بلوچستانه باید اوځي اؤ دسولې خبرو ته یې دنړیوال ثالث په موجودیت کې چمتووالی ښودلی ؤ

XS
SM
MD
LG