لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې په تاریخ کې لومړۍ تورپوستې ښځه د سپریم کورټ قاضۍ وټاکل شوه


واشنګټن ــــ د امریکې د سېنټ غړو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د 53 متفقه او 47 مخالفو رایو په ورکولو سره افریقایي- امریکایي کېټانجي براون جېکسن د امریکې د سپریم کورټ جج یا قاضۍ انتخاب کړه.

مېرمن جېکسن به نن د سپینې ماڼۍ په چمن کې د خپلې ټاکنې په اړه وینا کوي، ټاکل شوې چې صدر جوبایډن او مرستیاله ولسمشره کامله هېرس به هم د هغې په اړه وینا وکړي.

مېرمن جیکسن لومړۍ تورپوستې امریکایۍ ده چې د امریکې د سپریم کورټ قاضۍ کېږي. د امریکې د ولسمشر جوبایډن مرستیالې کاملا هېرس د سېنټ د دغې تاریخي غونډې او د هغې په اړه د رایې اچونې مشري کوله.

د امریکې سېنټ 100 غړي‌ لري او څوکۍ یې د ډیموکرېټانو او ریپبلیکنو تر منځ په مساوي ډول وېشل شوې دي.

په سېنټ کې په داسې مهمو مسئلو کې په رایه اچونه کې که کېنډیډېټ برابرې رایې واخلي، د ولسمشر مرستیال قانوني حق لري چې خپله یوه رایه ورکړي او اکثریت معلوم شي.

خو د مېرمن جیکسن په اړه د کاملا هېرس رایې ته اړتیا پېښه نه شوه، ځکه چې د 50 ډیموکرېټانو په ګډون درو د ریپبلیکن ګوند غړو هم هغې ته د منظورۍ رایه ورکړه او هغه د سپریم کورټ د قاضۍ په توګه وټاکل شوه.

تر کېټانجي براون جیکسن مخکې دوه نور افریقايي اصله امریکايان هم د امریکې د سپریم کورټ ججان یا قاضیان ټاکل شوي وو، خو دا لومړۍ تورپوستې ده چې پر دومره لویه څوکۍ ګومارل کېږي.

مېرمن جیکسن شاوخوا لس کاله د قاضۍ په توګه دنده ترسره کړې او تېره میاشت د سېنټ کمېټۍ د اورېدنې په یوه غونډه کې ډیموکرېټانو هغه شاوخوا لس کاله د وفاقي عدالت او د اپیلونو د قاضۍ په توګه وستایله.

د هغې په کاري تجربو او د ماشومانو د جنسي فلمونو [پورنوګرافي] په جوړولو کې لاس لرونکو کسانو ته د نرمې سزا ورکولو یا سزا غوښتلو له کبله پر هغې نیوکې هم کېږي.

د سېنټ په غونډه کې د ریپبلیکن ګوند استازو نیوکه وکړه چې مېرمن جیکسن له مجرمانو سره نرم چلند کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې لېنډا ټامس ګرینفیلډ وویل د مېرمن جیکسن د ټاکل کېدو په اړه خوشاله ده او ویاړي چې داسې یو کار وشو ځکه چې د هغې انتخابولو ډېر وخت واخیست.

د امریکا د سپریم کورټ ټول نهه غړي لري چې د کېټانجي براون جیکسن په ورتلو سره به پوره شي. دا به لومړی ځل وي چې د امریکې د سپریم کورټ څلور غړې ښځې دي.

د امریکې په سپریم کورټ کې له 1789م کال راهیسې تر اوسه 115 کسانو د سپریم کورټ د قاضیانو په توګه کار کړی دی چې په هغوی کې یواځې درې تنه سپین پوستي نه وو. په دوی کې دوه تورپوستي نارینه وو، یواځینۍ هسپانوۍ قاضي سونیا سوټومایر هم دا وخت په سپریم کورټ کې کار کوي او مېرمن جیکسن به د سپریم کورټ شپږمه ښځینه قاضۍ وي.

XS
SM
MD
LG