لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک: د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه 29 کسان ټپيان شوي


د امریکې د نيويارک ښار د پوليسو محکمې ويلي د بروکلېن په 36م سټريټ سب وی سټېشن کې ډزې شوي دي او خلک پکې ویشتلشوي دي.

دا له هغې وروستو چې يو تن د لوګي خورولو بم غورځولی او له هغې وروستو په ډزو لږ تر لږه 29 کسان ټپيان شوي دي ۔

په دغه کسانو کې څلور کسان په 36م سب وی سټېشن سن سټ پارک او يو بل تن په 26م سټېشن موندل شوی دی، د دې ترڅنګ ځينيکسان روغتون ته وړل شوي دي.

د پوليسو له خوا ويل شوي لا هم کوم تن نيول شوی نه دی خو پوليس وايي په دې پیښه کې ککړ تن 62 کلنه فرینک ارجیمز د فلادلفيا اوپنسلوانيا ايالت سره تعلق لري، دغه تن يو ګاډی په کرايه اخستی ؤ او د پېښې وروستو د سټېشن نه اته کلوميټره لرې ترلاسه شوی دی۔

د نیویارک پولیس د ډیټیکټو پولیس چیف جم ایسګ د دوشنبې په ورځ ویلي په پیښه کې ککړ تن د ګاډي چابي د پېښې له ځايه ترلاسهشوې او د دې په بنياد دوي پلټنې پېل کړي دي۔

د نیویارک پولیس وايي په پیښه کې ککړ تن په اړه معلومات شریکوونکو ته به 50 زره ډالره انعام هم ورکول کېږي۔

د چارواکو په وينا په دې پېښه کې د پينځه ټپيانو حالت مرګونی ښودل کېږي ۔

د نيويارک پوليسو د هغه تن عکس هم خپور کړی چې په دې پېښه کې ککړ دی او په ويډيو کې ليدل کېږي چې دغه تن لاسي بم غورځويچې وروستو ترې لوګی هم په نظر راځي.

خو پوليس دا دريځ هم لري چې د پېښې په ځای کې د کېمرو د خرابېدو له امله په پلټنو کې د ستونزو سره مخ دي ۔

د نيويارک ښاروال اېرک اېډمز د د ويډيو لنک له لارې خبريالانو ته ويلي د ټوپل له لارې د تشدد د پېښو به دوي مخنيوی کوي او دا يواځېد نيويارک نه بلکې د ټول هېواد مسله ده او د دې د مخنيوي لپاره به دوي هر ممکن ګام پورته کوي ۔

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG