لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیویارک ټایمز وایي طالبانو لومړیو شپږو میاشتو کې تقریباً 500 تنه وژلي تښتولي، طالبانو رپوټ رد کړی


د امریکې بهرنیو چارو وزارت پخپل کالني رپورټ کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر حالت اندېښنه څرګنده کړې او وایي تېر کال د مخکیني افغان حکومت غړو،‌ طالبانو او نورو ډلو په بشري ځورونو کې لاس درلود. بل لور ته نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو څېړنیز رپوټ کې ویلي چې طالبانو په تېر شاوخوا اوو میاشتو کې د تېر حکومت قریباً پینځه سوه کسان وژلي دي. طالبانو دغه رپوټ رد کړی دی.

په 2021م کال کې د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو کې د بشري حقونو د حالت او پرمختګ په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خپل تفصیلي رپوټ کې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

که څه هم په دې رپوټ کې تېر افغان حکومت هم په ځینو بشري سرغړونو تورن شوی خو وايي له کله چې طالبان واکمن شوي جنګیالیو یې ګڼ شمېر کسان د غچ په توګه وژلي دي.

رپوټ وایي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې «یوناما» او د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې باوري رپوټونه تر لاسه کړي چې طالبانو د تېر حکومت او پوځ تر 100 زیات کسان وژلي، ځورولي او تښتولي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د دې رپوټ د وړاندې کولو په مهال وو، په افغانستان کې د طالبانو واک یو بشري ناورین جوړ کړی، وایي د دوی دا کار په دې هېواد کې په جدي ډول د بشري حقونو د کمزورۍ سبب شوی:

"ښځې، احتجاج کوونکي او خبریالان په خپلسرې توګه بندي کړل شوي، د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو له کسانو غچ اخیستل شوی، د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه زیات شوي دي."

بل لور ته نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپله یوه تازه څېړنیز وېډیویي رپوټ کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تقریباً 500 د تېر حکومت چارواکي او کارکوونکي وژل شوي او تښتول شوي دي چې وایي ښځې هم پکې شاملې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نیویارک ټایمز رپوټ رد کړی، وایي دا رپوټ "مغرضانه" دی او "حقیقت نه لري". مجاهد د شورو- چارشنبې په ماښام پر ټویټر لیکلي:

"د اسلامي امارت له خوا عمومي عفوه شوې، هیڅ مجاهد حق نه لري له چا څخه انتقام واخلي. نیویارک ټایمز هڅه کوي په داسې بې بنسټه راپورونو سره د افغانانو ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ و پاروي. "

نیویارک ټایمز ویلي‌ دغه رپوټ په اوو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نهو خبریالانو په همکارۍ جوړ شوی او وایي دا رپوټ د مخکیني حکومت پر پوځيانو او کارکوونکو د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو‌ په اړه هراړخیزه څېړنه ده.

ددغه څېړنیز رپوټ تیاروونکو ویلي چې د طالبانو له خوا یې د افغانانو د وژلو او بې درکۍ ټولې 490 پېښې په جلا جلا توګه څېړلې دي، وایي ددې رپوټ په تیارۍ کې د بشري حقونو د ملاتړو ادارو معلومات، د عیني شاهدانو او د وژل شویو او ځورول شویو کسانو د کورنیو د غړو خبرې شاملې دي.

ددغه رپوټ له مخې یواځې په بغلان ولایت کې د پخواني حکومت 86 پخواني پوځیان طالبانو وژلي دي او پاته نور کسان په کندهار، کابل، ننګرهار، هرات، روزګان، بدخشان، تخار، خوست، هلمند، بلخ، غزني او بلخ کې وژل شوي او تښتول شوي دي.

که څه هم طالبانو د نیویارک ټایمز رپوټ رد کړی خو په دې رپوټ کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب هغه خبرې هم شاملې کړل شوې چې هغه د تېر کال په ستمبر میاشت کې په یوه ږغیز پیغام کې منلې وه چې وایي وسلوالو یې ځینې کسان په خپلسرې توګه وژلي دي.

XS
SM
MD
LG