واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حالت اندېښنه څرګنده کړې چې وایي هغوی د کار او تعلیم له حقه محرومې دي. بلې خواته د پکتیکا ولایت دیني عالمانو په یوه غونډه کې له طالبانو غوښتي چې د نجونو بند سکولونه خلاص کړي او هغوی ته د تعلیم اجازه ورکړي.
له یورپي پارلمان وروسته نورو نړیوالو ادارو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د سکولونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده. ایمنیسټي انټرنېشنل او یو این ایچ سي آر ویلي، د نجونو د سکولونو بندول له نړۍ سره د طالبانو د ژمنو خلاف کار دی.
د یو این ایچ سي آر ویانده شابیه منټو وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حالت په اړه سخت اندېښمن دي:
"دوی له زښته زیاتو خطرونو او چېلنجونو سره مخ دي، چې د دوی امنیت او خوندیتوب ته یې ګواښ پېښ کړی دی او دغو بندیزونو د نجونو پر ازادانه ګرځېدو، کار او د هغوی پر هر ډول تعلیم منفي اغېز کړی دی".
د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل وايي نړۍ باید له طالبانو سره په خبرو کې د ښځو حقونه او د نجونو تعلیم سره کرښه وټاکي. د افغانستان لپاره د ایمنیسټي انټرنېشنل کارکوونکې سمیرا حمیدي ازادي رېډیو ته ویلي:
"موږ په افغانستان کې د ټولو انساني حقونو د له منځه تلو شاهد یو. طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه پر خپله ژمنه عمل نه دی کړی. موږ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو."
بل لور ته د اپرېل پر دوولسمه د افغانستان د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې لسګونو دیني عالمانو په یوه غونډه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو تعلیم ته دې اجازه ورکړي.
د دیني عالمانو د غونډې په خبرپاڼه کې- چې رسنیو ته یې لېږلې- ویل شوي چې څرنګه په هېواد کې د نارینه وو زده کړو ته پاملرنه کېږي باید د نجونو زده کړو ته هم لازمه پاملرنه وشي:
"د هېواد د زدکړو بهیر د لا پیاوړتیا لپاره دې زیات کار وشي چې له سیالو سره د سیالۍ په لیکو کې ودرېږوو او نجونې مو د زدکړو له خوندور بهیر څخه برخمنې شي".
د افغانو ښځو د ادبي او ټولنیزو فعالیتونو یوې ټولنې «مېرمن کلتوري ټولنیز بهېر» هم پر طالبانو ږغ کړی چې ژر تر ژر د ښوونځیو دروازې د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانیزي.
دې ټولنې پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي چې "ځان او وطن د تاریخ له شرمه بچ کړي" او افغانان په تېره بیا افغان ښځې دې نور د جهالت او تیاره راتلونکي له بدو پایلو څخه خلاصې کړي:
"په دې وروستیو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل که له یوې خو زموږ هیواد د نړیوالو له سیالۍ او پرمختګ څخه راګرځوي، بل پلو د افغاني ټولنې او زموږ د کلتور پر مخ یوه درنده څپیړه ده چې درد به یې موږ او زموږ راتلونکو نسلونو ته د زغملو وړ نه وي".
شاوخوا اووه میاشتې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او له ژمنې سره سم یې د مارچ پر 23مه د هلکانو په ګډون د نجونو سکولونو هم پرانیستل، خو تر څو ګنټو وروسته یې بیرته تر نامعلومې مودې پورې بند کړل.
د طالبانو د تعلیم وزارت وايي، پر داسې پلان کار کوي چې له شپږم ټولګي پوته د نجونو ټول سکولونه بېرته پرانېزي. د طلوع نیوز د خبر له مخې د وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي، د اسلامي او افغاني اصولو پر بنسټ د یوه داسې میکنیزم پر جوړولو کار کوي چې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې نجونې ښوونځي ته لاړې شي.