لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کارپوهان: د کوکنارو په کښت بندیز به په افغانستان کې غربت سېوا کړي


واشنګټن ــ د افغان طالبانو له خوا په افغانستان کې د کوکنارو په کښت يو دم بندیز به د کارپوهانو په نظر په ملک کې خلک د طالبانو په ضد وسله وال پاڅون ته اړباسي او غربت به نور سېوا کړي ځکه چې اقتصاد يې د مخکې نه خراب دی.

د امريکا د څېړنيزې ادارې يو ايس انسټيټيوټ آف پيس د افغانستان په چارو کارکوونکي ويليم بايرډ د طالبانو د پرېکړې په اړه د وي او اې پوښتنې ته په ځواب کې وويل “دا په يو بد وخت کې غلطه پاليسي ده”.

بايرډ وايي که چرې دا پرېکړه عملي شوه دا به سلګونو زره کورنۍ بې روزګاره کړي.

په کوکنارو د طالبانو بندیز د شلو کالو راهیسې د روانو نړيوالو کوښښونو نتيجه ده چې غواړي افغانستان د کوکنار د فصل د کښت نه پاک کړي. افغانستان د نړۍ د اپيمو نزدې 80% برخه پيداوار کوي.

د افغانستان په تېر حکومت کې د مخدره موادو خلاف پاليسي چې د غربي نړۍ په مالي مرستو چلېده ناکامه بلل کېده ځکه چې د کوکنارو کښت کال په کال ډېرېده.

ملګري ملتونه او نور تنظيمونه وايي د اپيمو غير قانوني اقتصاد په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې اداري فساد او ټوپکماري زېږوي.

کارپوهان وايي په دې وخت کې چې د افغانستان اقتصاد په کښېناستو دی، نړيوالې مرستې درېدلي او د ملک د ابادۍ غټه برخه د لوږې سره مخ ده، د طالبانو دا پرېکړه به د ښه په ځای بدې اغېزې وکړي.

د اندازو تر مخه دې کال د فصل پيداوار به 6,800 ټنه وي چې په افغانستان کې د لسګونو زرو کروندګرو د امدن او روزګار يوه پاتې ذريعه ده.

د ملګرو ملتونو د ډرګز اينډ کرايمز دفتر يو اين او ډي سي په رپورټ کې ليکي په کال 2021 کې په نزدې 177,000 هېکټر مځکه کوکنار کرل شوي وو چې په کال 2019 کې 190,700 روزګارونه پيدا کړي وو.

په يونيورسټي آف کيليفورنيا سين ډياګو کې د اقتصاد پروفيسر جيفري کلېمېنز وايي “په وړه کچه د کوکنارو کښت د ډېرو افغان کروندګرو د امدن زريعه ده او په دې بندېز لګول به د خلکو ژوند نور خراب کړي”.

طالبانو په کوکنارو د يو دم بندیز په مقابل کې کومه د روزګار او امدن متبادله لاره نه ده ښودلې چې بې روزګاره کېدونکي کروندګر، مزدورکار او تاجران به څنګه ډوډۍ پيدا کوي.

د طالبانو امير ملا هبت الله اخوندزاده د يو فرمان د لارې کروندګرو ته ويلي “که چا کوکنار وکرل نو فصل به يې تباه کيږي او د شريعت مطابق سزا به ورکول کيږي”.

د خپلې سخت دريځۍ او سختو قوانينو په وجه مشهور طالبان کولی شي په زور په خلکو دا بندیز ومني. په کال 2001 کې طالبانو په خپله وړومبۍ دوره کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت بندیز لګولی وو.

د کال 2002 نه د کال 2021 پورې امريکا چې د طالبانو د پاڅون خلاف په افغانستان کې جنګېدله نزدې نهه بيلين ډالر د نشه یي توکو د مخنيوي د پاره خرڅ کړي دي.

د طالبانو په اړه ډېری رپورټونه وايي يادې وسله والې ډلې خپل جنګي او نور مصرفونه زياتره د اپيمو د غيرقانونه کښت او ددې د غيرقانوني پيداوار نه پوره کول.

د ملګرو ملتونو چاراواکي وايي په کال 2018-19 کې طالبانو د نشه یي توکو د خرڅ نه نزدې 400 ميلين امدن کړی وو.

XS
SM
MD
LG