لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي وایي د نجونو د سکولونو بندول د طالبانو تر منځ فکري اختلافات څرګندوي


واشنګټن ــــ د سیاسي چارو څېړونکي او مبصرین وایي داسې معلومیږي چې د سکولونو بندول د طالبانو د هغې ډلې پریکړه ده چې ډېره سخت دریځه ده او دا څرګندوي چې طالبان سره همنظره نه دي او د واک پر سر ستونځه لري.

طالبانو اته میاشتې مخکې د تېر کال د اګست پر پینځلسمه د وسلو په زور واک ته رسېدلي خو لا یې هم د نړیوالو تر سختو غبرګونونو وروسته هم د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته سکولونه بند ساتلي دي.

یو شمېر اعلی طالب چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط له فرانس پریس خبري ایجنسۍ سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې د نجونو د تعلیم په موضوع کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده پخپله مداخله وکړه.

د اې ایف پي د رپوټ له مخې یو بل طالب چارواکي بیا د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل "تباه کوونکې" پرېکړه بللې ده.

طالبان د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو د پریکړې لپاره یواځې همدا دلیل راوړي چې باید د اسلام په اصولو برابر وي خو د دې ډلې یو لوړپوړي غړي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې مشر یې هبت الله اخندزاده او یو شمیر نور غړي په دې موضوع کې بېخي ډیر سخت ګیر دي او په پرېکړه کولو کې برلاسي هغوی وو.

دغه غړي وویل چې په طالبانو کې دوې ډلې پیدا شوې دي، چې وایي یوه ښاري او بله یې ډیره سخت دریځه کلیواله ډله ده او دا ځل دې وروستۍ ډلې له ښاري ډلې د فیصلې پر وخت میدان وګاټه.

په لندن کې مېشتې څېړونکې مېرمن اشلي جکسن د افغانستان په هکله پراخې څېړنې کړي او وایي یو شمېر ملایان د حکومت په پریکړو کې بهر پاتې دي او د نجونو له ښوونځیو سره مخالفت کول ورته یواځینۍ لار ده چې په حکومت کې خپل اغېز څرګند کړي.

اعلی طالب چارواکي وایي د دې ډلې سخت دریځه مشران کوښښ کوي تعلیم ته د نجونو په نه پرېښوولو غوندې پرېکړو سره خپل هغه جنګیالي خوشاله وساتي چې د لرې پرتو سیمو خلک دي او ډېر تنګ نظره دي.

دغه لوړ پوړي طالب چارواکي وویل، "د هغوی لپاره حتی دا غیراخلاقي خبره ده چې ښځه له کوره بهر ووځي، نو تاسو فکر وکړئ چې هغوی به د ښځو د تعلیم په هکله څه ډول نظر ولري؟".

د طالبانو دا غړی دا هم وایي چې ملا هبت الله اخندزاده د نوي عصري تعلیم خلاف دی او دا کار د حامد کرزي او اشرف غني له حکومتونو سره تړلی بولي.

له امریکې، ملګرو ملتونو، یورپي پارلمان او نورو نړیوالو ادارو وروسته د ډنمارک د کډوالو شورا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو پر بندېدو اندېښنه ښودلې ده.

د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې شارلټ سلنټ فرانس پریس ایجنسۍ ته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل نااراموونکی کار بللی دی.

XS
SM
MD
LG