لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مزار شریف، کندوز، کابل او ننګرهار کې چاودنو 33 تنه وژلي او لسګونه ټپیان


واشنګټن ــــ په کابل کې پر یو سکول تر چاودنې وروسته نن بیا د افغانستان په مزار شریف، کندوز، کابل او ننګرهار کې چاودنې شوې دي چې د چارواکو په وینا لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي. داعش د بلخ د چاودنې ذمه واري منلې ده.

لومړۍ چاودنه د مزار شریف په مرکز بلخ کې د «سه دوکان» په نوم د شیعه مسلمانانو په جومات کې په داسې وخت شوې چې سلګونه کسان د ماسپښین پر لمانځه ولاړ وو.

د وي او اې د رپوټ له مخې په دې چاودنه کې لږ تر لږه 17 تنه وژل شوي او 52 نور ټپیان شوي دي خو په بلخ ولایت کې د طالبانو یوه چارواکي ذبیح الله نوراني رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې 25 تنه وژل شوي دي.

د بلخ د ولایتي روغتون مشر غوث الدین انوري وي او اې ته وویل، چې په ټپیانو کې د شپږ تنو حالت مرګونی دی. ځینې عیني شاهدان هم وایي چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ډېر زیات دی.

په مزار شریف کې د طالبانو د پولیسو ویاند محمد آصف وزیري وايي په جومات کې بارودي مواد ایښودل شوي او چاودل شوي دي. آصف وزیري ویلي:

"نن د افغانستان دښمنانو یوه لویه فاجعه ترسره کړه. د سې دوکان په سیمه کې يې چاودنه وکړه. دا چاودنه د چوونکو موادو له امله شوې ده."

د طالبانو حکومت دغه چاودنې غندلې دي او وایي ژر په دغو چاودنو کې د لاس لرونکو کسانو په ضد ګامونه واخلي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي:

"دغه جنایات د هغو کړیو کار دی چې په افغاني ټولنې پورې هيڅ ارتباط نه لري. د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د فتنګرو او شریرو عناصرو د له منځه وړلو په کار کې خورا ښه تجربه لري".

د سایټ استخباراتي ډلې په وینا داعش خراسان ډلې د شیعه مسلمانانو پر جومات د چاودنې ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

بل لور ته د افغانستان په بل شمالي ولایت کندوز کې هم نن پر یوه موټر چاودنه شوې ده. رسنۍ د طالب چارواکو له خولې وایي چاودنه پر هغه کوسټر باندې شوې چې د هوایي میدان د ورکشاپ کارکوونکي یې وړل.

د کندوز د پولیسو ویاند عبیدالله عابدي منلې چې په د طالبانو د پوځ د تکنیکي کارکوونکو موټر په نخښه شوی دی. عابدي وایي چاودنه د بایسکل په وسیله شوې چې څلور تنه پکې وژل شوي او 19 ټپیان شوي دي.

له دې سره سره په کابل کې هم د سړک له غاړې یوه چاودنه شوې چې د طالبانو ود پولیسو د ویاند خالد ځدراڼ په وینا دوه ماشومان پکې ټپیان شوي دي.

په کابل کې دا چاودنه په هماغه سیمه کې شوې چې دوې ورځې وړاندې هم پکې پر یو سکول چاودنه شوې وه او د زده کوونکو په ګډون شپږ تنه پکې وژل شوي او تر شل زیات پکې ټپیان شوي وو.

همدارنګه د اپرېل د 20مې په شپه هم د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې د رپوټونو له مخې د طالبانو څلور امنیتي کسان پکې وژل شوي دي.

په کندوز، کابل او ننګرهار کې د چاودنو ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو د تېر کال په اګست کې چې طالبان په زوره پر افغانستان واکمن شوي په دې هېواد کې د اکثرو وسلوالو بریدونو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې منلې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG