لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بورېس جانسن د اقتصاد او سټرېټيجېکو اړيکو د ښه کولو په غرض هند ته سفر کړی


واشنګټن - د برتانيې وزير اعظم بورېس جانسن په دوه ورځنۍ دوره هند ته تللی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ازاد اقتصاد چارې نورې ژورې کړي او ښاغلي جانسن هيله من دی د کال تر اخره به د نړۍ په اقتصاد کې په تېزۍ سره ترقي کونکي هېواد سره په حقله لوظنامه لاس ليک کړي.

بورېس جانسن ويلي هغه به د هندي چارواکو سره د اوکرين په شخړه خبرې کوي خو ښکاره کړې يې ده هغه به هند ته په دې اړه نوي ډيلي ته کوم لکچر ورنکړي چې هند ولې په دې اړه بې طرفه دی لا د روس نه نور تېل اخستل غواړي چې غربي هېوادونه يې پرېشانه کړي دي.

د ګجرات په احمد اباد ښار کې د چرته نه جانسن خپله دوره پيل کړې د برتانيه ولسمشر ويلي “د هند او روس ډېر تاريخي تعلق دی او ممکن دا د روس او برتانيه د تېرو شلو کالو د تعلقاتو نه بدل وي. مونږ له دا حقيقت منل پکار دی”.

ښاغلي جانسن د کاروباري ټولنې د مشرانو سره په ناسته کې وويل د ده سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ نزدې د 1.3 بيلن ډالرو تجارت پيل کړي چې په نتيجه يې د برتانيه خلکو ته په سافټ وير انجينرنګ او صحت برخو کې نزدې 11,000 خلکو ته د روزګار موقع برابره شي.

جانسن او د هغه هم منسب نرېندرا مودي به د ټاکل شوي وخت مطابق د جمعې په ورځ سره خپلو کې ويني. بورېس جانسن ويلي دا موقع داسې ده چې دواړه هېوادونه سټرټيجېک او دفاعي ملګرتيا ژوره کړي. ښکاري برتانيه خپلې انډو-فيسپېک پاليسۍ ته د قامي سلامتيا په ګټه تاغير ورکړي.

هغه ميډيا ته وويل “هند او برتانيه دواړه په نړۍ کې د امريت نه پرېشانه دي. مونږ دواړه جمهوري يو او غواړو يو ځای ووسو”.

غربي هېوادونه سره د برتانيه په هند زور راوړي چې په اوکرين د روس د يرغل مخالفت وکړي خو نيو ډيلی چې په نړۍ کې د روس د وسلو او تېلو اخستلو غټ باپاري دی د دې نه انکار کړی او سر بالا پرې د روس سره د نورو تېلو اخستلو لوظنامې کوي.

برتانيه هڅه کوي چې هند د روسي وسلې اخستلو د حاجت نه وژغوري او په دې اړه د بورېس جانسن د دورې نه وړاندې دهغه وياند ميکس بلين ويلي وو برتانيه به د نورو هېوادونو سره په ګډه په دې کار وکړي تر څو د هند دفاعي او د انرجي ضرورتونو له متبادله لاره جوړه کړي.

خو وايي د يو جمهوري هند حکومت ته به لېکچر نه ورکوي چې ګني څه د هند د پاره ګټور دي.

په نيو ډيلي کې څېړونکي وايي داسې نه ښکاري هند به د اوکرين په اړه خپل دريځ بدل کړي ځکه دا هم يو حد لري چې برتانيه به تر کومه حده د روس د مهمه پوځي مرستو په مقابل کې د هند حاجت پوره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG