لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو، یورپي اتحاد، امریکې او پاکستان افغانستان کې پرونۍ چاودنې وغندلې


واشنګټن ــــ د افغانستان د مزار شریف، کندوز او کابل پرونۍ چاودنې ملګرو ملتونو، یورپي اتحاد، امریکې، پاکستان او په افغانستان کې غندل شوې دي او پر عامو خلکو د دا ډول بریدونو د مخنیوي‌ غوښتنه شوې ده.

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د شیعه مسلمانانو پر جومات په پرونۍ چاودنه کې د طالبانو د یوه چارواکي ذبیح الله نوراني په وینا 25 تنه وژل شوي او تر شپېتو زیات ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو او درې ورځې وړاندې په کابل کې پر یو سکول باندې د برید په ضد نن د کابل په دشتِ برچي سیمه کې احتجاجي مظاهره شوې ده او احتجاج کوونکو د عامو خلکو د وژنو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

داعش خراسان ډلې د شیعه مسلمانانو پر جومات د پرونۍ چاودنې ذمه واري منلې ده. دې ډلې دعوه کړې چې په چاودنه کې تر 100 پورې کسان زخمیان شوي دي.

طالبان وایي په مزار شریف ښار کې د پرونۍ چاودنې په تور یې د د داعش خراسان ډلې یو پخوانی غړی عبدالحمید سنګریار نیولی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم په مزار شریف ښار کې پرونۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې او د طالبانو له حکومت او د دې هېواد له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او تسلیت یې ورته ویلی.

شهباز شریف په یو ټویټ کې لیکلي: "هغه کسان چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې یې دا وحشیانه کار کړی د افغانستان او اسلام دښمنان دي".

د یورپي اتحاد د بشري‌ څانګې یوه مشر مایکل کوهلر هم په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر ټولو اړخونو یې ږغ کړی چې د خلکو وژنې ودروي او د شخړو سوله ییز حل ولټوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما هم د مزار شریف برید «وحشتناک» بللی او ویلي یې دي چې په عبادت بوخت عام خلک په نخښه کول د غندنې وړ عمل دی. یوناما په یو ټویټ کې لیکلي:

"د ملکي وګړو پر وړاندې وروستي بریدونه په افغانستان کې د يو اندیښمنونکي رجحان ښکارندويي کوي. دا ډول بريدونه باید ژر تر ژره پای ومومي او له عاملینو سره يې باید حساب وشي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې پر وروستیو بریدونو اندېښنه ښوولې او پر عامو خلکو د بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې. د وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، دوی د قومي او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG