لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په کندوز ولایت کې پر جومات چاودنې 33 تنه وژلي او 43 یې ټپیان کړي


عکس د کندوز په یو جومات کې د تېر کال د اکتوبر د چاودنې دی.
عکس د کندوز په یو جومات کې د تېر کال د اکتوبر د چاودنې دی.

واشنګټن ــــ د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې نن پر دویمه ورځ په یوه جومات کې بله خونړۍ چاودنه شوې ده چې د رپوټونو له مخې په لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د چاودنې ذمه واري لا کومې ډلې نه ده منلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په چاودنه کې 33 تنه عام خلک وژل شوي او 43 تنه ټپیان شوي دي، وایي په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. مجاهد پر ټویټر لیکلي:

"په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نن مازدیګر د کندوز امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې چاودنه شوې، موږ دغه جنایت غندو، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته عاجله شفا غواړو او له غم ځپلو سره ژوره خواخوږي ښیو".

رایټرز خبري ایجسنۍ د طالبانو د یو ځایي قومندان له خولې لیکلي چې دغه چاودنه په امام صاحب ولسوالۍ کې د اهل سنت فرقې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر وخت شوې ده.

تر دې مخکې په کندوز کې د طالبانو قومندان قاري بدري رایټرز ته ویلي وو چې په چاودنه کې 20 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو عیني شاهدانو طلوع نیوز ته ویلي چې تر 30 زیات کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ د امنیت مشر حافظ عمر ویلي، چې د مولوي سکندر په نوم په دې جومات کې چاودېدونکي مواد ایښودل شوي وو او ماسپښین درې نیمې بجې هغه وخت وچاودل چې زیات خلک لمانځه ته ورغلي وو.

طالب چارواکي وایي چې له دې مسجد څخه د مدرسې کار هم اخیستل کېده او طالبانو ته پکې سبق ور ښوول کېده.

پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې وېډیو کې لیدل کېږي چې د جومات زیاته برخه نړېدلې ده او د وېډیو جوړوونکی وایي ګومان کوي چې دا به ځانمرګی برید وي. وایي په چاودنه کې څو صوفیان او شاګردان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي‌ دي.

د دې چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو پرون د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف او په کندوز کې د دواړو چاودنو ذمه واري داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې وه.

طالبانو نن رسنیو ته ویلي چې په مزار شریف ښار کې یې د عبدالحمید سنګریار په نوم د داعش خراسان ډلې یو کس نیولی چې وایي د بلخ د پرونۍ چاودنې پلانوونکی وو. ذبیح الله مجاهد په دغو بریدونو کې د لاس لرلو په تور د کومې ډلې نوم نه دی اخیستی خو لیکلي یې دي:

"د دغو پیښو عاملین فتنه ګر او شریر عناصر دي چې د نیولو او په سزا رسولو په اړه یې جدي هڅې روانې دي".

په مزار شریف ښار کې د اپرېل پر 21مه د «سه دوکان» په نامه د شیعه مسلمانانو پر جومات چاودنه کې لږ تر لږه 25 تنه وژل شوي او تر پینځوس زیات پکې ټپیان شوي وو.

همدارنګه په کندوز ښار کې هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ د طالبانو د تکنیکي ډلې پر یوه موټر چاودنه شوې وه، چې د طالبانو د پولیسو د ویاند عبیدالله عابدي په وینا څلور تنه پکې وژل شوي او19 پکې ټپیان شوي وو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG