لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: شاوخوا نیم درځن نوې وسلوالې ډلې د طالبانو واکمنۍ ته خطر جوړولای شي


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د موسم له تودېدو سره داسې ښکاري چې په ټول هېواد کې د طالبانو په ضد کوچنۍ پټې وسلوالې ډلې په منظم کېدو دي. دا پرمختګ د داعش خراسان ډلې د بریدونو له زیاتوالي سره اته میاشتې وروسته د طالبانو واکمنۍ ته خطر جوړېدای شي.

د وي او اې د رپوټ له مخې په وروستیو اوونیو کې شاوخوا نیم درځن «مزاحمتي» ډلې- چې مخکې نامعلومې وې- را ښکاره شوې دي او غواړي چې له ملي مقاومتي جبهې سره یو ځای د طالبانو په ضد وجنګېږي.

رپوټ وایي دغه نوې ډلې «د افغانستان د خپلواکۍ محاذ» او «د افغانستان اسلامي‌ملي او خپلواک تحریک» نومېږي، خو وایي پر ټولنیزو رسنیو له دعوو په هاخوا د دوی د فعالیتونو په اړه ډېر معلومات نه شته.

هغه څېړونکي چې د دغو ډلو په اړه یې مطالعه کړې وایي، که څه هم د دغو ټولو ډلو هدف د طالبانو د حکومت را پرځول دي خو وایي د یووالي او همږغۍ نشتوالی د دوی تر منځ خنډ پېښ کړی.

په امریکا کې د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ په وروستیو کې د دغو طالب-ضد ډلو په اړه یوه څېړنه خپره کړې ده. په دې انسټیټیوټ‌ کې د افغانستان په اړه څېړونکی پیټر میلز وایي:

"دا به یو څه همږغۍ او یووالي ته اړتیا ولري چې د طالبانو د حکومت په ضد د دوی مبارزه یو څه غوڅ او د پرېکړې وړ اغېز ولري".

د امریکې په یوه بله څېړنیزه اداره سنټر فار نېول انلایسیز کې د ګواښونو او چېلنجونو د مخنیوي د څانګې مشر جانَتن شروډن وایي، د همږغۍ او یووالي د نه لرلو له کبله د طالبانو مخالفې ډلې په دې نه دي توانېدلې چې په یو پراخ مزاحمتي تحریک کې را یو ځای شي.

"هغه ته پام سره، دوی لا هم په مجموعي توګه [ د مبارزې] د وړتیا ټیټه کچه ساتلې ده".

رپوټ وایي د دغو نویو ډلو تر منځ یواځې د همږغۍ نشتوالی نه دی چې د اغېزمنو جنګي قوتونو د جوړېدو مخه یې نیسي، بلکې د نورو شیانو تر څنګ دوی بهرني ملاتړ ته هم اړتیا لري.

وایي د 1990 د لسیزې غوندې- چې روس، ایران او هندوستان د طالبانو په ضد د شمالي اتحاد ملاتړ کاوه- تر اوسه هیڅ یوه هېواد د طالبانو په ضد د دغو ډلو د ملاتړ ږغ نه دی کړی.

طالبانو د تېر کال له ستمبر میاشتې راهیسې چې له پنجشېر ولایته یې د احمد مسعود په مشرۍ «د ملي مقامت جبهه [محاذ]» ایستلې ده دغه ډلې د خپلو مخالفینو پروپیګنډه ګڼلي او رد کړې یې دي.

څېړونکي وایي بغاوتونه کولای چې کلونه کلونه دوام وکړي او کومې ډلې چې نن وړې ښکاري کېدای شي سبا ته په سترو بغاوتونو بدلې شي.

جانَتن شروډن وایي په اوږده موده کې ډېر سببونه کولای شي د جګړې پیمانه بدله کړي، وایي دا کار هله کېدای شي که د طالبانو ضد ډلې د «ریاستي ملاتړ» په پیدا کولو، په یوه نامه را غونډېدلو او د طالبانو د حکومت په خلاف د خلکو د خفګان په زیاتولو کې کامیابه شي.

په افغانستان کې دا وخت د طالبانو په ضد را پورته شوې ډلې په دې ډول دي:

د افغانستان ملي مزاحمتي محاذ [مقاومتي جبهه]

د دې ډلې مشري د شمالي اتحاد د پخواني قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود کوي، د امریکا د جګړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ څېړونکی پیټر میلز وایي دا ډوله تر ټولو طالب ضد ډلو ډېره پرمختللې ده چې د زرګونو وسلوالو د لرلو دعوه کوي.

دا ډله د کابل په شمال کې د خپل مرکز پنجشېر په ګډون په نیزدې اندراب دره کې هم د خپلې یوې ورپورې تړلې ډلې «اندراب مزاحمتي محاذ» په مرسته فعالیت کوي، پخپله په دې ډله کې هم نورې وړې ډلې شته چې مشري ځایي قومندانان کوي او هغوی احمد مسعود د خپل مشر په توګه منلی دی.

د احمد مسعود ملي مزاحمتي محاذ دعوه کوي چې د پنجشېر او بغلان په ګډون په تقریباً یو درځن ولایتونو کې عملیات کوي.

د دې ډلې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري له افغانستان انټرنېشنل رېډیو سره- چې په لندن کې ده- په مرکه کې دعوه کړې چې "طالبانو په پنجشېر، اندراب او د هندوکش غرونو په نورو برخو کې مسلسل ماتې خوړلې دي".

د نظري دغه دعوې ازادو سرچینو نه دي تایید کړې خو پیټر میلز وایي ملي مزاحمتي محاذ ورته ویلي چې "دوی د ځینو کلیوالو سیمو او لرې درو د نیولو وړتیا لري چې په دغو کې ځینې لرې کلیوالې غرنۍ سیمې لکه بغلان، د تخار ځینې برخې، پنجشېر او د بدخشان ځینې برخې دي".

د افغانستان د خپلواکۍ محاذ

دا ډله د مارچ پر 11مه هغه وخت مخې ته راغله چې پر ټویټر او فېسبوک یې «له قبضې یا اشغال څخه د هېواد د ازادۍ جګړه» هدف په ټاکلو سره د جوړېدو اعلان وکړ.

دې ډلې خپل مشر نه دی ښکاره کړی خو وروستیو رپوټونو ښوولې ده چې د افغانستان د دفاع مخکینی وزیر او د ګډونو ځواکونو مشر جنرل یاسین ضیاء د دې ډلې په مشرانو کې دی. خپله یاسین ضیاء په دې اړه څه نه دي ویلي.

دې ډلې له جوړېدو راهیسې پر طالبانو باندې له بدخشانه تر کندهاره په بېلابېلو ولایتونو کې د بریدونو دعوې کړې دي. دوی د خپلو دعوو د ثبوت لپاره ګڼ شمېر وېډیوګانې خپرې کړې دي چې په اکثرو کې د شپې په تیاره کې د ډزو ږغونه اورېدل کېږي.

که څه هم د شپې په تیاره کې د جګړو د وېډیوګانو تاییدول اکثر اسانه نه وي، خو د جګړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ څېړونکی پیټر میلز وایي "موږ پوهېږو چې په دغو کې ځینې بریدونه- چې دعوه یې کېږي او خبرې ورباندې کېږي- حقیقت دي او داسې شوي دي".

میلز وایي ده هڅه وکړه چې په دغو پېښو کې یوه تایید کړي او هغه د اپرېل پر اتمه په کندهار کې د طالبانو د پولیسو پر مرکز د لاسي بم د برید وېډیو ده. میلز وایي:

"موږ وینو چې یو څوک په ښکاره په کندهار کې د پولیسو مرکز ته لاسي بم ور غورځوي".

د افغانستان اسلامي ملي او خپلواک غورځنګ

دا په افغانستان کې د طالبانو په ضد د پښتنو یواځینۍ ډله ګڼل کېږي چې د فرورۍ پر 16مه اعلان شوې ده. د دې ډلې مشري د افغانستان د ځانګړو ځواکونو مخکینی کمانډر عبدالمتین سېلمانخېل کوي.

عبدالمتین سلېمانخېل وایي دا ډله یې د طالبانو له خوا د مخکیني افغان پوځ د کسانو د ممکنه وژنو په غبرګون کې جوړه کړه ځکه چې وایي د هغوی د عامې بخښنې اعلان "درواغ" دي.

د اپرېل پر 13مه د افغانستان له انټرنېشنل ټي وي نیټورک سره په مرکه کې سلېمانخېل دعوه وکړه چې ډله یې د هېواد له 34 ولایتونو څخه په 26 کې "پوځي او سیاسي فعالیتونه" کوي.

د دې ډلې مشر د امنیتي ستونځو له کبله دې پوښتنې ته جواب ونه وایه چې په ډله کې یې څومره کسان شامل دي.

دې ډلې په خپل مرکز ننګرهار او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې د بریدونو ذمه وارۍ منلې دي، خو د دغو بریدونو کم ثبوتونه یې وړاندې کړي دي، په هغوی کې یې ځینې وېډیوګانې پر خپله فېسبوک پاڼه خپرې کړې دي چې مخپټي کسان په بند ځای کې د طالبانو په ضد د جنګېدو خبرې کوي.

خو د میلز په وینا په وروستیو کې د دې ډلې له خوا په هلمند کې د طالبانو د قومندان د وژلو دعوه د باور وړ ښکاري،‌ هغه وایي "ښکاري چې اصل وړتیا یې محدوده ده".

نورې ډلې

په وروستیو اوونیو کې د بلخ په پخواني‌ والي عطا محمد نور پورې تړلې ځینې نورې وړې ډلې هم مخې ته راغلې دي، چې له وېډیوګانو یې ښکاري د افغانستان په شمال کې جوړې شوې دي.

په یوه تازه وېډیو کې له ګڼ شمېر مخپټو کسانو څخه یو یې وایي چې دوی د "ملي مزاحمت د عالي شورا" غړي دي او وایي دوی تیار دي چې "چریکي او د یرغل" بریدونه پیل کړي خو وایي د عطاء محمد نور امر ته انتظار کوي، چې ګومان کېږي دا مهال په عرب اماراتو کې جلاوطنه دی.

د طالبانو د پولیسو په وینا د عطاء محمد نور وراره سهېل زمری د اپرېل پر 21مه په مزار شریف ښار کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی.

که څه هم دا ډله د افغانستان په ټولو شمالي ولایتونو کې د فعالیت دعوه کوي، خو پیټر میلز وایي ده "نه دي لیدلي چې دې ډلې کوم برید کړی وي یا یې د برید دعوه کړې وي".

نورې ډلې چې په وروستیو اوونیو کې یې خپل فعالیتونه ښکاره کړي دي په هغوی کې «د ازادۍ لښکر»، «د افغانستان د خپلواکۍ محاذ»، «د هزارستان پوځیان»، «د ازادۍ او جمهوریت محاذ» شاملې دي.

د دغو ډلو د مشرانو او د فعالیتونو او وړتیا په اړه ډېر معلومات نه شته.

دا رپوټ مسعود فریور د وي او اې انګرېزي لپاره جوړ کړی او بارکوال میاخېل ژباړلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG