لاس رسیدونکی لینک

 
د رېډیو فري یورپ خبریاله په اوکراین کې د روس په هوایي بمبارۍ کې وژل شوې
تازه خبر

د رېډیو فري یورپ خبریاله په اوکراین کې د روس په هوایي بمبارۍ کې وژل شوې


واشنګټن ــــ د اوکراین په پایتخت کيوف کې مېشته خبریاله وایره هایریک روسي جنګي جازونو په ودانیو باندې د بمبارۍ په وخت وژلې ده.

په ودانیو د روسي میزايل لګېدو په اړه د رېډیو فري یورپ اوکراین څانګې د خبر خپرېدو وروسته د ملبې لاندې د اپریل په ۲۹مه د خبریالې هایريک مړی موندل شوی.

د اپریل په ۲۸مه د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګوتېریش د کیف په سفر وو چې په هوایي بمبارۍ کې پایتخت هدف شو او په اپارټمنټونو میزایلونه ګوزار کړی شوي.

په وېډیوګانو او عکسونو کې ښکاري چې د ودانۍ لاندینی منزل زیات زیانمن شوی او په شاوخوا سیمو کې د موټرو شیشې ماتې شوې دي.

د روس د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکو دعوه کړې د اپریل په ۲۸مه تر اوږدې فاصلې پورې هدف ویشتونکي میزایل بېخي رسا په کیف کې د یوې فیکټرۍ هغه ودانۍ په هدف کړې چې پکې د اوکراین ارټیم راکټونه جوړیږي.

د اوکراین چارواکو تر اوسه په دغه برید کې د فیکټرۍ د لګېدو په اړه څه نه دي ويلي. د کيف ښاروال ویټالي کلیشکو د اپریل په ۲۹مه په ټيلیګرام ويلي په برید کې د هدف شوې ودانۍ نه یو مړی او لس ژوبل کسان ژغورل شوي دي. نور کوم تفصیل یې نه دی ويلی.

مېرمن هایریک په کال 1967 کې زیږیدلې وه او د کال 2018 نه یې رېډیو فري یورپ سره کار شورو کړی وو. تر دې وړاندې یې په اوکراین کې د لویو ټي وي چېنلو سره دنده تر سره کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG