لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې، یورپي ټولنې او ملګرو ملتونو د کابل پرونی برید غندلی خو نن بیا چاودنه شوې


کابل د تېر کال په نومبر کې د یوې بلې چاودنې دی.

واشنګټن ــــ امریکې، یورپي ټولنې او ملګرو ملتونو په داسې حال کې په کابل کې پر جومات د جمعې د ورځې برید غندلی چې نن بیا په دې ښار کې پر یوه ښاري بس بمي چاودنه شوې ده. د جمعې د ورځې په برید کې د 50 کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو.

د شنبې- خالي په ورځ ماسپښین مهال د کابل ښار په لوېدیځ کې د دیهبوري په سیمه کې چاودنې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په کابل کې د طالبانو د پولیسو وياند خالد ځدراڼ پر ټویټر لیکلي:

"د کابل دریمې حوزې اړوند سیمه کې د سپرلۍ په یوه کاسټر ډوله موټر پسې چسپکي ماین انفجار کړی چې له امله یې یوه زنانه شهیده شوې او درې تنه نور زخمیان شوي".

د طالبانو د پولیسو ویاند دا نه دي ویلي چې په پېښه کې وژل شوې ښځه او ټپیان څوک دي خو ځایي رسنۍ وایي چې په دې ښاري بس کې اکثر شیعه مسلمانان سپاره وو او هغوی په نخښه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د کابل ښار په دارالامان سیمه کې پر یو جومات د اپرېل د 29مې برید په کلکه غندلی چې د دې جومات د امام په وینا شاوخوا 50 تنه پکې وژل شوي‌ وو.

یوناما پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د «خلیفه صاحب» په نوم جومات کې د چاودنې په وخت د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي هم موجود وو او نېغ په نېغه اغېزمن شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر د ځانګړې استازې مرستیالې مټه نوډسن د جمعې د ورځې برید "د انسانانو د ژوند او دیني حرمت سپکاوی" بللی او وایي "د دغه کرغېړن عمل" د غندلو لپاره هیڅ توري نه لري:

"د ملکي وګړو پر وړاندې وروستي بریدونه- چې قومي او مذهبي اقلیتونه په نخښه کوي- په افغانستان کې د یوه اندېښمن رجحان استازیتوب کوي. له نړیوالو بشردوستانه او د بشري حقونو له قوانینو دا سرغړونې باید په سملاسي ډول پای ته ورسیږي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښوولې ده. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورټر د جمعې په ورځ ناوخته خبري غونډې ته وویل چې په دغو چاودنو کې لاس لرونکي کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي. مېرمن پورټ ویلي:

"امریکا د ټولو افغانانو خصوصاً د مذهبي لږکیو ملاتړ ته ژمنه ده، چې هغوی په ازادۍ او بې له کومې ویرې او تاوتریخوالي خپل عبادت وکړي".

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم په کابل کې پر جومات باندې چاودنه غندلې او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. ښاغلي ویسټ پر خپل ټویټر لیکلي:

"زه د خلیفه صاحب په جومات کې د تېرې ورځې د برید په ګډون پر بې ګناه افغانانو بې رحمانه او وحشتناک بریدونه غندم. دا بریدونه باید پای ته ورسیږي او کوونکي یې د عدالت منګولو ته وسپارل شي."

یورپي ټولنې هم د کابل پر جومات خونړۍ چاودنه غندلې او دا یې «بزدلانه» عمل بللی دی. یورپي ټولنې په یوه بیان کې په افغانستان کې په پرله پسې چاودنو باندې اندېښنه ښودلې ده:

"په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنه ده. د افغانستان ټول اوسېدونکي ښځې او نجونې، ماشومان، قومي او مذهبي لږکي ټول حق لري‌ چې ارام ژوند وکړي او بشري حقونه یې خوندي‌ شي".

په افغانستان کې دننه هم خپله د طالبانو حکومت، نورو سیاستوالو او عامو خلکو دا برید په کلکه غندلی چې ذمه واري یې تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG