لاس رسیدونکی لینک

 
روس په هغو وسلو بمباري کړې چې امریکا او اروپا اوکراین ته استولې وې
تازه خبر

روس په هغو وسلو بمباري کړې چې امریکا او اروپا اوکراین ته استولې وې


واشنګټن - د روس د دفاع وزارت ویلي، چې روس د یکشنبې یا اتوار په ورځ په اوکراین کې په هغو وسلو باندې بریدونه کړي کومې چې د امریکا او اروپايي‌ هېوادونو لخوا دغه هېواد ته استول شوې وې.

رویټرز خبري اداره دا هم لیکي، چې روس د اوکراین اوډېسا ښار ته څېرمه د یوې پوځي اډې ځغاستلیکه یا رنوې هم وېجاړه کړې ده.

سي ان ان د اوکراین د پوځ له خولې راپور ورکړی چې روس د اوکراین په ختیځ کې خپله درنه جګړه روانه کړې چې په کې درنې وسلې، توغندیز بریدونه او نور پوځي وسایل کارول شوي.

اسوسېټېډ پریس خبر ورکړی چې د امریکا د استازو جرګې مشرې نېنسي پيلوسي له کیېف څخه لیدنه کړې او د اوکراین له ولسمشر سره یې خبرې کړي.

پیلوسي زېلینسکي‌ ته ویلي، "مونږ باور لرو او له دې ځای لیدنه کوو چې له تاسو څخه د ازادۍ په جګړه کې مننه وکړو."

هغې زیاته کړه، "مونږ د بري په سرحد کې یو او ستاسو جګړه د هر چا لپاره ده. زمونږ ژمنه دا ده چې له تاسو سره به تر هغو یو چې جګړه پای ته رسېدلي نه وي."

سي ان ان راپور ورکړی چې ۴۶ ملکي وګړي د شنبې یا خالي په ورځ د اوکراین په مېرېپول ښار کې د پولادو د کلابندې شوې کارخانې له شاخوا سیمو څخه وېستل شوي دي.

بل پلو واشنګټن پوست راپور ورکړی چې سویډن ویلي، یوه روسۍ الوتکې د جمعې په ورځ ددغه هېواد له هوايي حدودو څخه تېری کړی، او د دوی په فضا کې تر یو لنډ وخت وروسته بېرته تللې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG