لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: امریکا د افغانستان لپاره اخیستي 16 هیلیکاپټر اوکراین ته ورکوي


واشنګټن ــــ د افغانستان د بیا رغونې څارونکې امریکایي اداره سیګار وایي امریکا خپل هغه شپاړس ایم ای- 17 هیلیکاپټر اوکراین ته ورکوي چې د افغانستان لپاره یې اخیستي وو. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکې د د فاع وزارت په تېره جنورۍ میاشت کې کانګرس ته ویلي وو، دوی اراده لري هغه پینځه روس جوړ کړي هیلیکاپټر چې په اوکراین کې د مرمت لپاره ولاړ وو همدې هېواد ته وسپاري او د سیګار د رپوټ له مخې اوکراین د مارچ پر 11مه دغه اضافي پوځي مرسته ومنله.

په روانه اوونۍ کې کانګرس ته په وړاندې کړي درې میاشتني رپوټ کې سیګار ویلي، د اپرېل میاشتې په منځ کې چې ولسمشر جوبایډن له اوکراین سره د پوځي مرستې اعلان وکړ، په هغه کې 11 نور ایم ای- 17 هغه هیلیکاپټر شامل شول چې ټاکل شوې وه امریکا به یې افغانستان ته ورکوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو روس تېره اوونۍ د امریکې دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو او د ماسکو او واشنګټن تر منځ د وسلو د خرڅلاو د قرارداد سرغړونه بللې وه.

د افغانستان د بیا رغونې د چارو څارونکې امریکایي ادارې سیګار تېره اوونۍ سي این این خپور کړی هغه رپوټ تایید کړی چې وایي تر اووه اربه ډالرو زیات ارزښت لرونکي پوځي وسایل په تېره اګست میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاته شوي او اوس د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د سیګار په رپوټ کې د امریکې د دفاع وزارت د اټکل په بنیاد ویل شوي، چې د 7.12 ارب ډالرو په ارزښت د افغان ملي او دفاعي ځواکونو دغه پوځي وسایل ټول روغ نه وو او د مرمت په بېلابېلو حالتونو کې پرېښوول شوي وو.

سیګار د دې خبرې سپیناوی هم کړی چې وایي د پېنټاګان د معلوماتو له مخې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره په ځانګړو شویو پیسو باندې له 2005م کال راهیسې د 18.6 اربه ډالرو پوځي وسایل اخیستل شوي دي. سیګار د ځینو رسنیو هغه رپوټونه رد کړي چې وایي پر دغو وسلو 80 اربه ډالر لګېدلي دي.

د پېنټاګان ویاند مېجر راب لوډویک وایي‌ په دغو پوځي وسایلو کې الوتکې، پوځي موټر، ګوله بارود، توپک او مخابراتي او نور شیان شامل دي، چې وایي ټول د مرمت په بېلابېلو حالتونو کې پرېښوول شوي دي.

راب لوډویک تېره اوونۍ په یو بیان کې ویلي تقریباً ټول هغه پوځي وسایل چې امریکې په افغانستان کې کارول په اګست میاشت کې د را وتلو په وخت یا خو له دې هېواده را ایستل شوي او یا ضایع کړل شوي دي.

د پېنټاګان چاروکو وي او اې ته ویلي، د امریکې له وروستيو پوځیانو یواځې هغه لږ برخه پوځي وسایل- مخکې له دې چې ضایع یې کړي او د کارولو وړ نه وي- په افغانستان کې پاته شوي چې ارزښت یې تر 150 میلین ډالرو زیات بللی.

د 2021م کال د اګست پر 15مه چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول د هغه وخت د ولسمشر اشرف غني او ګڼ شمېر نورو چارواکو په ګډون د افغان هوایي ځواک سلګونه پایلټان هم په شاوخوا ۵۰ هیلیکاپټرو او نورو الوتکو کې څنګلوري هېواد ازبکستان ته واوښتل.

طالبان د خپل حکومت په لومړیو میاشتو کې له ازبکستانه په کلکه وغوښتل، دغه هیلیکاپټر دې بیرته افغانستان ته وسپاري، خو ازبکستان تېره اوونۍ وویل دغه هیلیکاپټر د امریکې دي او طالبانو ته یې نه سپاري.

همدارنګه په ګڼ شمېر نورو الوتکو او بلیک هایک هیلیکاپټرو کې نور افغان پایلټان هم یو بل ګاونډي هېواد تاجکستان ته په دې خاطر واوښتل چې طالبانو ته په لاس ور نه شي.

سیګار پخپل رپوټ کې د طالبانو د هوایي ځواکونو د قومندان او د مخکیني افغان هوایي ځواک د کارکوونکو له خولې ویلي چې د 33 پایلټانو په ګډون شاوخوا 4,300 کسان- چې نیمایي یې د مخکیني هوایي ځواک غړي دي- د طالبانو په هوایي ځواکونو کې شامل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG